ننګرهار کې بارانونو او سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، د وروستیو ورښتونو له امله د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې یوه ماشومه مړه شوې او ترڅنګ یې سیلابونه خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي، چې نن سهار (یکشنبه، ٩ دغویي) ۹:۰۰ بجې د روداتو ولسوالۍ اړوند په «حصارشاهي» سیمه کې د یو کور دیوال پر ماشومانو راپریوتی چې له امله یې یوې لس کلنې ماشومې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوې نورې ژوبلې شوې دي.

هغه زیاتوي، ټپیان یې د ښې درملنې په موخه ځایي روغتون ته انتقال کړي چې داکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

ورته مهال د ننګرهار کرنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالستار محمد نن رسنیو ته وویل، چې د یاد ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د وروستیو شدیدو ورښتونو او سیلابونو له کبله ۱۶ زره ۵۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه د غنمو، سبو او هندوانو فصلونه له منځه تللي دي.

د هغه په وینا ۵۰۷ اصله مېوه لرونکي، ۲۰۸۵ اصله بې مېوې ونې، ۸۳ بندونه، ۸۲ ویالې او ۱۳ زره ۵۲۴ متره کانالونه تخریب شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په ننګرهار کې۳۰ پایې د شاتو مچیو صندوقونه، ۱۱ سوه ۳۴ سره غواګانې، وزې او پسونه هم تلف شوي.

د کرنې رییس په خبره په ځینو ولسوالیو کې سیلابونو لسګونه کورونه نړولي او خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. 

بلخوا سېلاب ځپلي کسان وايي، د سرپناه او خوارکي موادو ته جدي اړتیا لري او باید مرسته ورسره وشي.

دوی د سېلابونو خطر مخنيوي برخه کې د استنادي دیوالونو جوړولو غوښتنه لري او وایي، که جدی اقدام ونه شي، بیا ځلې سېلابونه به سلګونه انسانان له منځه یوسي. 

د روانې اونۍ بارانونو او سیلابونو له ننګرهار سربیره په لغمان او د هېواد په ګڼو ولایتونو کې هم خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه