د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شاژدافيره: د بدلون راوستلو لپاره به له خپلو هڅو پر شا نشو

اطلاعات روز: په قطر کې د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شاژدافيره کيرن ډيکر وايي چې د طالبانو د بنديزونو په مخالفت کې د افغانستان د خلګو تر څنګ ده او د بدلون راوستلو لپاره له خپلو هڅو نه پر شا کېږي.

دې نن (پنجشنبه، ۶ د غوايي) د بشري حقونو په اړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت د راپور په اړه ويلي چې پر ښځو لګېدلي بنديزونه، د خپلواکو رسنيو له منځه وړل، پر سولييزو لاريونونو بريد او مذهبي محدوديتونه غندي.

ډيکر ليکلي: «موږ هره ورځ له دې بنديزونو سره خپل مخالفت ښيو. زه غواړم چې د افغانستان خلګ پوه شي چې په دې لار کې يوازې نه دي او موږ به هيڅکله هم د بدلون راوستلو لپاره له خپلو هڅو پر شا نشو.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو په تړاو په خپل کلني راپور کې ويلي چې د تېر ميلادي کال پر مهال د هغو اوامرو له وجې چې زده کړو او کار ته د ښځو لاسرسی محدودوي، د ښځو حقونه په پام وړ کچه بدتر شوي او په پايله کې يې د ښځو فعاليت تر کور پورې محدود شوی دی.

په دې راپور کې وژنه، سخت جسمي کړاو، د ښځو د ژوند سخت او ګواښوونکي شرایط، ناعادلانه نيونې او انسان تښتونې، ورکيدنې، په خصوصي حريم کې خپلسرې او غير قانوني لاسوهنه او د يوه خپلوان د احتمالي تخلفاتو په موخه د کورنۍ د غړو مجازات د بشري حقونو د نقض موارد بلل شوي دي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت هم په خپل راپور کې ويلي و چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې «د قانون د حاکميت په تړاو پراخه بې پروايي او د هغو کسانو لپاره رسمي مصونيت شته دی چې د بشري حقونو د نقض مسوول دي».

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه