د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه غونډه کوي

Photo: UN

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د کاري ارزونې دوره‌يي ډله د افغانستان د بشري حقونو د راپورونو ارزولو لپاره راتلونکې اونۍ غونډه کوي.

ټاکل شوې چې دا غونډه د اپريل پر ۲۹مه په جينوا کې جوړه شي.

افغانستان يو له هغو ۱۴ هيوادونو څخه دی چې د کاري ارزونې د ډلې له لوري په هغې غونډې کې چې د اپریل له ۲۹مې څخه د می مياشتې تر ۱۰ نېټې پورې جوړېږي ارزول کېږي.

د بشري حقونو د شورا په اعلاميه کې راغلي، هغه اسناد چې پر بنسټ یې ارزونه کېږي په هغو کې تر ارزونې لاندې د هيواد ملي راپور، د ډلو او د بشري حقونو د خپلواکو کارپوهانو راپور، د بشري حقونو د بنسټونو او د مدني ټولنې د ډلو معلومات شامل دي.

د ۲۰۰۸ کال په اپريل کې د دې بهير له پېل راهيسې دا د هيوادونو د راپور ارزولو څلورمه دوره ده.

د بشري حقونو د شورا په اعلاميه کې راغلي چې په څلورمه دوره کې تمه کېږي چې هيوادونه د بشري حقونو په برخه کې پر پرمختګونو او هغو فعاليتونو خبرې وکړي چې د تېري دورې پر مهال يې د وړانديزونو د تطبيق لپاره ژمنه کړې وه.

د راتلونکې اونۍ په غونډه کې به د نصير احمد انديشه په مشرۍ د افغانستان پلاوی هم ګډون وکړي.

همدا راز د بروندي، هند او هالنډ هيوادونو استازي د افغانستان په ارزونه کې د راپور ورکوونکي په توګه کار کوي.

افغانستان داسې مهال د بشري حقونو په شورا کې تر ارزونې لاندې دی چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په دې هيواد کې د بشري حقونو وضعيت مخ پر خرابېدو دی.

طالبانو د ښځو او نجونو په ګډون د افغانستان د وګړو پر حقونو او ازاديو سخت محدوديتونه لګولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه