د سویډن کمیټې پر فعالیتونو د طالبانو بندیز هلمند کې معلولین له ستونزو سره مخ کړي

انځور: خواله رسنۍ

هلمند چې کلونه په‌ کې جګړه توده وه، په میراث کې یې خورا ډير معلولین تر شا پرېیښي دي، په دې ولایت کې سلګونه ماشومان، ښځې او نارینه معلولین شته چې له ګڼو ستونزو سره مخ او وایي، له هغه وروسته یې ستونزې دوه برابره شوي له کله نه چې افغانستان کې د سویډن کمیټې فعالیتونه ځنډیدلي دي.

په دې ولایت کې یو شمیر معلولین چې مخکې د سویډن کمیټې له چوپړونو برخمن وو، وایي چې د دې ادارې مرستو یې په ژوند کې مهم رول درلود چې د فعالیتونو په دریدلو سره یې ژوند د ډيرو ګواښوونو سره مخ شوی.

هلمندي معلولین د طالبانو له حکومت څخه د مرستو د غوښتنې ترڅنګ غواړي چې دغه ډله دې هغه موسېساتو ته بیرته د فعالیت اجازه وکړي چې دوی یې له مرستو برخمن او ورته یې د بدن مصنوعي غړو په جوړولو کې مهم چوپړونه وړاندې کول.

د هلمند د باباجي ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالهادي چې درې کلنه لور یې په پښو معلوله ده وایي، خپله لور یې د درملنې په موخه د دې ولایت مرکز لښکرګاه کې د سور صلیب اورتوپیدې څانګې ته ور وستلې، خو له هغه ځایه جواب شوې او ورته ویل شوي، چې د معلولینو اړوند خدمات ځنډیدلي دي.

نوموړي وویل: «دا زما اخیري امید و چې لور به مې دلته تداوي کېږي، موږ ته ویل شوي وو، چې کابل ته یې بوځم، خو هلته هم د دې ادارې لخوا جواب شوم، ویل یې د طالبانو له لوري یې فعالیت ځندیدلی، موږ بله هیڅ چاره نه لرو، پیسې موږ نه لرو چې پاکستان او ایران ته ولاړ شو.»

هلمندي معلولین وایي، د سویډن کمیټې خدمات پرې بند شوي او په خپله دومره وس نه لري چې نورو هیوادونو کې د ځان درملنه وکړي

د هلمند د مرکز او ولسوالیو مختلف روغتیایي مرکزونه د سویډن کمیټې له بېلابېلو خدمتونو برخمن وو، چې د بدن د مصنوعي غړو په ځانګړې توګه د مصنوعي پښو جوړول، د ړندو او کڼو لپاره ځانګړې روزنه، د خوارځواکه ماشومانو درملنه او هغوی ته د ښوونیز پروګرامونو وړاندې کول او د هغو نويو زیږېدلو ماشومانو درملنه چې په جسمي لحاظ نيمګړي وي د دې ادارې له مهمو فعالیتونو وو.

د کجکي ولسوالۍ اوسیدونکی اختر محمد چې پنځه کاله وړاندې یې د ماین په چاودنه کې دواړه پښې له لاسه ورکړي، وایي د سویډن کمیټې په مرسته ورته مصنوعې پښې جوړې شوې وې، خو اوس چې بیا یې د پښو نوي کولو په موخه اړوند مرکز ته مراجه کړې ورته ویل شوي چې کار یې د طالبانو له لوري بند شوی او نه شي کولای د ده سره مرسته وکړي.

هغه اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې وویل: «پنځه کاله مخکې ماین راباندې وچاوده، دواړه پښې مې پرې شوې، خو دغومره ښه و دغې موسېسې [سویډن کمیټه] کمک راسره وکړ، کابل کې یې پلاستیکي پښې راته جوړې کړې، مخکې یې د بیا د جوړولو وعده راسره کړې وه، خو اوس چې راغلم وایي، د طالبانو له لوري یې کار بند شوی دی، دې کار سخت نا امیده کړم، پیسې نه لرم چې په بل ځای کې جوړې کړم.»

په هلمند کې زیات شمیر ماشومان، ښځې او نارینه چې د ماین په چاودنه کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي د سویډن کمیټې له خدماتو برخمن او د دې خدماتو پرمټ نسبتا توانیدلي وو چې د خپل ژوند چارې سمبال کړي، خو اوس د دې ادارې د فعالیتونو ځنډیدو سره معلولین د ډیرو ستونزو سره مخ شوي دي.

په دې ولایت کې د سویډن کمیټې یو کارکونکي د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې په تېرو څو میاشتو کې د دوی ادارې ته سلګونه معلولین د درملنې او مرستې په موخه ورغلي، خو په خبره یې چې پرته له مرستې بیرته ناهيلي تللي دي.

هغه زیاتوي، چې یادې ادارې د هلمند او نږدې ولایتونو شاوخوا دوه زره ناروغانو ته خدمات وړاندې کول چې اوس ټول د دوی له لوري جواب کېږي او دغه راز وایي، چې پر دوی هم د کار ساحه تنګه شوې او زیات شمیر همکاران یې له کاره جواب شوي دي.

هلمند کې د اورتوپیدي روغتون چې د سلګونو معلولینو درملنه په کې کیدله. انځور: اطلاعات روز

بلخوا د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار شهید غلتان سیمه کې سویډن کمیټې تازه د معلولینو لپاره یو روغتیایي مرکز هم جوړ کړی دی. د سویلي زون لپاره د سره صلیب د اړیکو مسوول ډاکترعبدالباقي حنفي وايي، په دې روغتیايي مرکز کې معلولینو ته د مصنوعي اندامونو د جوړولو ترڅنګ د ستون فقرات، فلج، ولادي انحراف یا کوږودالي، د عضلو سوء تغدیه او د معلولینو فزيکي او اروایي درملنه کېږي.

بي بي ګل بشره چې شپږ کلنه لور یې فلج وهلې، د دې ادارې په مالي لګښت کابل ته د درملنې په موخه لیږدول شوې وه، خو دا ځل پر یادې ادارې د طالبانو د بندیز له کبله جواب شوې او اوس د خپلې لور راتلونکي ته انديښمنه او وايي، چې د ګڼو اقتصادي ستونزو له کبله نه شي کولای د خپلې لور درملنه په بهرني هیواد کې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال د جولای په میاشت کې وروسته له هغې چې یوه عراقي کډوال د سویډن په پلازمینه سټاکهولم کې د یوه جومات مخې ته قران کریم ته اور ورته کړ، طالبانو دې پیښې ته د غبرګون په توګه په ټول هیواد کې د دې کمیټې د ټولو فعالیتونو د بندولو امر صادر کړ، چې بیا وروسته سویډن کمیټې هم د خپلو فعالیتونو د ځنډیدو خبر ورکړ.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه