ملګري ملتونه: د افغانستان متشبثې ښځې له ګڼو ننګونو سره مخ دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (يو اين ډي پي) په يوه نوي راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې ښځینه متشبثې د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو خنډونو او لوړو لګښتونو سره مخ دي.

دې بنسټ پرون (چهارشنبه، ۲۹ د وري) د افغانستان د متشبثو ښځو په اړه خپل راپور «د افغانستان متشبثو ښځو ته غوږ نيول؛ د هغوی ستونزې او مقاومت» تر عنوان لاندې خپور کړی دی.

دا راپور په وروستيو دریو کلونو کې له شاوخوا درې زره او ۳۰۰ متشبثو ښځو سره د مرکې، بحث او نظرپوښتنې پر اساس تازه چمتو شوی دی.

د دې راپور پر اساس، سخت تبعيض، عملياتي محدوديتونو او يو ضعيف اقتصادي سيسټم له هغو درې زره ښځو څخه چې مرکې ورسره شوي، ۴۱ سلنه يې «پور اخيستلو» ته اړې کړې دي.

دې راپور زياته کړې چې يوازې پنځه سلنه ښځې توانيدلي چې له بانکونو يا هم مالي موسېسو واړه پورونه ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام ويلي، چې د طالبانو له لوري د ښځو پر تګ – راتګ لګول شويو محدوديتونو د دې ښځو لپاره ننګونې نورې هم زیاتې کړې دي.

د دې بنسټ د راپور پر اساس، له کومو ښځو سره چې مرکې شوي د هغو ۷۳ سلنو يې ويلي، چې له نارينه محرم پرته نه شي کولای محلي بازارونو ته ولاړې شي.

همدا راز، د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام په خپل راپور کې ويلي، چې تېر کال په افغانستان کې د ښځو د بوختيا کچه نيمايي ته راښکته شوې او شپږ سلنې ته رسيدلې.

دې بنسټ زياته کړې چې د ښځو تر رهبرۍ لاندې بوختياوې له سترو ننګونو سره-سره «انعطاف پذيري ښيي او د اقتصادي ثبات د مهمو ستنو او د ستونزو ترمنځ د يوه اميد په توګه کار کوي».

د دې راپور پر بنسټ، کار د ښځو او د هغوی د کورنيو لپاره د «ژغورنې» يوه لار ده او د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۰ سلنې شرکتونه د خپل کار پر عايد د يوې اصلي مالي سرچينې په توګه متکي دي.

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام ويلي، چې د ښځو تر مشرۍ لاندې بوختياوې د نورو ښځو لپاره «د اړتيا وړ ډېرې» کاري بوختياوې برابروي.

د اسيا او اقيانوس لپاره د ملګرو ملتونو سيمه‌ييز مدير کاني ويګناراجا ويلي: «متشبثو ښځو په سختو حالاتو کې زړورتيا، جسارت او د نه باور وړ تدبير ښودلی دی.»

ده زياته کړې چې د ملګرو ملتونو پراختيايي پرواګرام او شريکانو يې په افغانستان کې د ۷۵ زره وړو سوداګريو ملاتړ کړی او په دې ملاتړ سره د ۹۰۰ زره تنو لپاره کاري فرصت برابر شوی دی.

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام ويلي، چې د مالي سواد، د عملياتي کارونو او سوداګريزو لګښتونو د برېښنايي کولو، د بازار موندنې او محصولاتو د پراختيا، د کار لپاره د نغدي پيسو، رواني سلامتيا په برخه کې او همدا راز داخلي او نړيوالو بازارونو ته د ښځو د لاسرسي او ملاتړ په برخه کې مالي سرچينو او زده کړو ته د مستقيم لاسرسي له لارې د افغانستان د متشبثو ښځو ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام مدير سټيفان رودريګيز ويلي، چې د افغانستان ښځې له زيات وخت راهيسې د کورنيو محرک ځواک او هوساینې ګڼل کېږي او د محلي اقتصادونو په خونديتوب کې مهم رول لري.

د ملګرو ملتونو د اسيا او اقيانوس د څانګې مدير له اروپايي ټولنې او جاپان څخه د متشبثو ښځو لپاره د هغوی د مرستو له کبله مننه کړې او زياته کړې يې ده چې د دې ښځو په لا زيات ملاتړ سره کولای شو ټول افغانستان ته لاسرسی پراخ کړو او د متشبثو ښځو لرليد نور هم بهتر کړو.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته په ټولنه کې د ښځو پر حضور او فعاليت پراخ محدوديتونه لګولي دي.

دې ډلې د سينګارتونونو په ګډون د ښځو تر رهبرۍ لاندې ډېری کارونه تړلي او ښځو ته د نارينه له ملتيا پرته د سفر اجازه نه ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه