طالبان: سيلابونو په وروستيو ورځو کې ۳۳ تنه مړه کړي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: د افغانستان طبيعي پېښو ته د رسيدو په چارو کې د دولت وزارت چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې فعاليت کوي، وايي چې د وروستيو ورځو پر مهال په هيواد کې د سخت ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ژوبل دي.

د دې وزارت وياند جانان سايق نن (يکشنبه، ۲۶ د وري) په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال دا شميرې اعلان کړې دي.

ده زياته کړې چې دا افراد په بادغيس، ارزګان، فراه، کندهار، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دايکندي، کونړ، کاپيسا، پنجشير، پکتیا، پکتیکا، لوګر، لغمان او هرات ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله مړه او يا ژوبل شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت د وزارت وياند ويلي چې د دې سېلابونو له امله ۶۰۶ کورونه، يو زر او ۹۵۰ جريبه کرنيزه ځمکه او ۸۵ کيلوميټره سړک ويجاړ شوی دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت د وزارت د وياند په وينا، د دې سېلابونو له امله ۲۰۰ څاروي هم تلف شوي او تر زر زيات کورونه زيانمن شوي دي.

د جمعې له ورځې را په دې خوا د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې بارانونه ووري او په يو شمېر ولايتونو کې سېلابونه هم راوتلي دي.

دې سېلابونو د ځاني او مالي تلفاتو د اړولو تر څنګ په يو شمېر ولايتونو کې لارې او سړکونه هم تړلي وو.

تر دې وړاندې هم سختو ورښتونو او سېلابونو په هيواد کې د يو شمېر وګړو ژوند اخيستی.

د حوت په مياشت کې هم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت اعلان کړی و چې د واورې او باران ورېدو او سړې هوا له وجې په هيواد کې ۶۰ تنه مړه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه