په وروستيو دوو ورځو کې ترافيکي پېښو لږ تر لږه د ۱۵ تنو ژوند اخيستی

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: د وروستيو دوو ورځو پر مهال د هيواد په څو ولايتونو کې د پنځو ترافيکي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي او ۲۵ نور ژوبل دي.

په وروستۍ پېښه کې پرون (شنبه، ۲۵ د وري) د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې په يوه سيند کې د موټر د اوښتو له وجې درې تنه مړه، يو ورک او يو بل تن ژوبل شو.

په بغلان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند شير احمد برهاني وويل چې يو کرولا ډوله موټر چې له کابله کندوز ته روان و، د دوشي ولسوالۍ په «قره احمد» ساحه کې له لارې اوښتی او سيند ته لوېدلی.

څلور نورې پېښې د جمعې له سهار راهيسې په بدخشان، تخار او سمنګان ولايتونو کې پېښې شوې دي.

د شنبې په ورځ په بدخشان کې د دې ولايت په «شهر بزرګ» ولسوالۍ کې يو موټر چپه شو چې د يوې کورنۍ څلور غړي پکې مړه شول او اووه نور ژوبل شول.

دا پېښه د شهر بزرګ ولسوالۍ د «دشت درنج» سيمې په «دانشمندي» کلي کې پېښه شوې او موټر پکې له لارې اوښتی او چپه شوی دی.

د طالبانو د پوليسو په وينا، په دې پېښه کې موټروان له خپلې ميرمنې، مور او يوه ماشوم سره يو ځای مړ شوی او د درو ښځو او دوو ماشومانو په شمول اووه نور ژوبل شوي دي.

د تخار ولايت په تالقان ښار او فرخار ولسوالۍ کې د دوو ترافيکي پېښو له امله د طالبانو د دوو غړو په شمول څلور تنه مړه شوي او شپږ نور ژوبل دي.

په تخار کې د طالبانو د ترافيکو مدير حمدالله قريشي ويلي چې په تالقان ښار کې له يوه بار وړونکي «مازدا» موټر سره د يوه «رنجر» نظامي موټر د ټکر له امله دوه طالبان مړه شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د ده په وينا، په يوه بله پېښه کې د فرخار ولسوالۍ په «شخ‌های رباط» سيمه کې يو موټر له لارې اوښتی او چپه شوی دی چې دوه تنه پکې مړه او څلور نور ژوبل شوي دي. د پنجشنبې په ورځ هم د اوبو په يوه بند کې د موټر د چپه کېدو له وجې اووه تنه مړه شول.

د جمعې په شپه د کابل – پروان پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او دوه نور ژوبل شول.

په پروان کې د طالبانو امنيې قومندانۍ وويل چې په «سر رباط» سيمه کې يوه سراچه ډوله موټر له يوه بار وړونکي موټر سره چې په لار کې ولاړ و، ټکر کړی دی.

همدا راز د جمعې په ورځ په سمنګان ولايت کې هم د يوې ترافيکي پېښې له امله يو ۱۱ کلن ماشوم مړ او نهه تنه نور ژوبل شول.

ګړندی تګ، د سړکونو تنګوالی او د موټروانانو بې احتياطي په هيواد کې د ترافيکي پېښو عمده عوامل ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه