د پکتيا اوسېدونکي: د سولې خبرې دې ساعت تيری نه ګڼل کيږي، د وينو تويېدو مخه دې ونيول شي

خبریال: امېد اشنا

د پکتيا اوسېدونکي په هېواد کې د جګړې دوام او افغانانو ته اوښتونکي زيانونه د نه بښلو وړ بولي او وايي چې وسله وال طالبان دې د ملت ته په احترام اوربند وکړي.

دوی وويل چې د سولې په خبرو کې دې له جديت څخه په کار اخيستو دا مهم تاريخي مسوليت په سم ډول تر سره شي.

د ځينو ديني عالمانو په ګډون ګڼو مدني فعالانو او مخورو به يوه کنفرانس کې روان جنګ کورنۍ جګړه وبلله او ويې ويل چې دوام يې په هېڅ صورت د منلو او زغملو ندی.

ګډونوالو په افغانستان کې د جګړې په درولو کې نړيوال هم مسول وګڼل او نيوکه يې وکړه چې ملګرو ملتونو، نړيوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو هم په دې برخه کې لازم رول ندی تر سره کړی.

د پکتيا متحدې شورا مشر حفيظ الله مبارز وايي چې نړيوال ټولنه او بانفوذه هېوادونه دې اوربند او سولې ته د وسله والو طالبانو چمتو کولو لپاره پر ياده ډله او د هغوی پر ملاتړو فشار راوړي.

د پکتيا اوسېدونکي په هېواد کې د جګړې دوام او افغانانو ته اوښتونکي زيانونه د نه بښلو بولي.

مبارز وويل چې په هېواد کې د جګړې اوږدېدو له امله هره ورځ ګڼ افغانان وژل کيږي، چې له امله يې د بې سرپرسته کورنيو، کونډو، يتيمانو او بېوزلي کچه هم ور سره زياتيږي.

نوموړي زياته کړه: «کله چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د پلاوي او وسله والو طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پيل شوې، ټول افغانان خوشاله و، خو د افغانانو غوښتنې ته لا هم درناوی ندی شوی او جګړه روانه ده. دلته خلک په اور کې سوځي، خو هغوی هلته چکرونه وهي، دا حالت بايد بدل شي.»

اصغر ځاځی، چې په خبره يې په روانو جګړو کې په دواړو پښو معلول شوی او د کورنۍ نور درې غړي يې هم وژل شوي، له وسله والو طالبانو غواړي چې د جګړې له اوږدولو ډډه وکړي.

ځاځی د وسله والو طالبانو له مشرتابه اوربند او سوله غواړي او له افغان دولت څخه د تېر په څېر د نور نرمښت غوښتنه کوي.

ديني عالم عبدالله خان انسان وژنه او مسلمان ملت ته زيان اړول د اسلامي تاريخ لويه سرغړونه او ګناه بولي او ټينګار کوي چې په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره دې جدي اقدامات وشي.

دوی د وسله والو طالبانو له مشرتابه اوربند او سوله غواړي.

خان وويل: «د افغانستان او نړۍ د اکثريت اسلامي هېوادونو په پرېکړه او فتوا په افغانستان کې جګړه حرامه ده او افغانستان دارالاسلام دی، نه دارالحرب. دولت او طالبان د يوه دين او ملت خلک دي، په خبره سره پوهيږي، له خدايه دې وډار شي، په اخلاص دې سره کيني او جنګ دې بند کړي.»

مدني فعال حزب الله نيوکه وکړه چې تر دې وړاندې افعان مجاهدينو هم د هېواد او خلکو د هوسا ژوند لپاره پلان نه درلود او اوسمهال طالبان هم لویې تاريخي تېروتنې تکراروي، چې له امله به يې تاريخ په اړه سخت قضاوت وکړي.

نوموړي وويل چې افغانان نور په هېڅ نوم د جګړو زغملو توان نلري او نه د موقت حکومت او يا په نورو نومونو د پرديو استخباراتي طرحو پلې کولو ته اجازه ورکوي.

هغه وايي: «که ۴۰ کاله نور هم جنګ وشي، بيا به هم وروستی حل خبرې وي. زموږ غوښتنه دا ده چې دنياوال دې په افغانستان کې د جګړې اور ختمولو لپاره رښتينې هلې، ځلې وکړي. هر څوک چې د افغانستان د جګړې درولو برخه کې کوشش وکړي، افغانان به يې هېر نکړي او که څوک يې اوږدوي هم په ياد به پاتې شي.»

مدني فعال حزب الله نيوکه وکړه چې تر دې وړاندې افعان مجاهدينو هم د هېواد او خلکو د هوسا ژوند لپاره پلان نه درلود او اوسمهال طالبان هم لویې تاريخي تېروتنې تکراروي.

د خبري کنفرانس تنظميوونکی او د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې مشر سيدجمال الدين اصف خېل له وسله والو طالبانو غواړي چې د اوربند په اړه خپلې ژمنې عملي کړي او ويې ويل چې اوربند د سولې د خبرو د برياليتوب لومړی شرط دی.

اصف خېل وويل چې د سولې د دې تاريخي پروسې د ښه پرمختګ لپاره دې افغان دولت او د وسله والو طالبانو مشرتابه په روانه پروسه کې د بهرنيانو د مغرضانه لاسوهنو مخنيوي ته ځير واوسي.

نوموړي زياته کړه: «اوربند دې وشي. ټول بايد پر دې پوه شي او جدي کار دې پرې وکړي چې تر لاسه شوی فرصت له لاسه ونه وزي. موږ هيله من يو چې وسله وال طالبان د ملت غږ او د روانو مسايلو حساسيت درک کولی شي او په دې برخه کې به د وطن او خلکو د نور تباه کېدو د مخنيوي لپاره ور له غاړي مسوليت ادا کړي.»

د پکتيا سربېره د هېواد د ټولو ولايتونو خلکو او افغان دولت له بېلابېلو لارو له وسله والو طالبانو ته د جګړې درولو او اوربند غوښتنې کړې، خو يادې ډلې تر اوسه په دې اړه د خلکو او دولت غوښتنو ته نه يوازې مثبت ځواب ندی ویلی، بلکې جګړې او بريدونه يې زيات کړي هم دي، چې د شنونکو په خبره د سولې په خبرو کې د زيات امتياز تر لاسه کولو لپاره دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه