طالبان: له ایران سره د ورېښمو پوله تر درې ساعته بندېدو وروسته پرانیستل شوه

اطلاعات روز: په نیمروز کې د طالبانو د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له ایران سره د ورېښمو پوله تر درې ساعته بندېدو وروسته بیرته د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د دې خبرپاڼې له مخې یاده پوله نن (پنجشنبه، ۱۶ د وري) د ماپښین له دوو بیا تر پنځو بجو تړلې وه او د طالبانو او ايراني لوري تر منځ تر خبرو وروسته بیرته پرانيستل شوې.

په سیمه کې یوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې طالبانو تر هغه وروسته یاده لاره د تګ-راتګ پر مخ وتړله چې کله ایراني پوله ساتو پر پوله له یوه افغان سره ناوړه چلند وکړ.

همدا راز، ځينو نورو سرچینو اطلاعات روز ته ویلي چې د ورېښمو پر پوله نن تر غرمې وروسته د ایراني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ نښته وشوه او له امله يې لار وتړل شوه.

په نيمروز کې د طالبانو د والي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ايراني او طالب پوله ساتو تر منځ د نښتې خبرونه رد شوي خو له افغان مسافر سره د ایراني پوله ساتو د ناوړه چلند په اړه يې څه نه دې ويلي.

څو ورځې وړاندي هم د طالبانو او ایراني پوله ساتو تر منځ ياده لار تر لفظي شخړي وروسته څو ساعته تړل شوې وه.

په افغانستان کې واک ته د طالبان تر رسېدو روسته له ګاونډیو هېوادونو سره پر پولو نښتې زياتې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه