داعش ډلې کونړ کې له خلګو غوښتي چې له طالبانو سره پرېکون وکړي

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې وايي چې داعش وسلوالې ډلې د دې ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې په «چلس» سیمه کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې تازه اعلان کړی او له خلګو يې غوښتي چې د طالبانو ليکې پرېږدي.

یوې سیمه‌ییزې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ته ویلي چې داعش ډلې دا خبرداری درې ورځې وړاندې (۱۰ د وري) د جمعې د لمانځه پر مهال ورکړی.

سرچینې ویلي؛ داعش جنګیالیو په دې سیمه کې ولسي خلکو ته ويلي چې د طالبانو ليکې پرېږدي او له هغوی سره دې له همکارۍ لاس واخلي. دوی خلګو ته ګواښ کړی چې په دې برخه کې د سرغړونې په صورت کې به وژل کېږي.

د سرچینې په وینا، داعش وسلوالو د طالبانو پر وړاندې د جګړې اعلان کړی او له سیمه‌ییزو خلکو یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

سرچینه زیاتوي چې د جمعې د لمانځه پر مهال د طالبانو یو شمېر جنګیالي هم موجود و خو د داعش ډلې له وېرې یې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د داعش ډلې د دې جګړییز خبرداري په تړاو کونړ کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه څه نه دې ویلي.

په داسې حال کې چې داعش کونړ کې د طالبانو پر وړاندې د جګړې خبرداری ورکوي او له طالبانو سره د همکارۍ په برخه کې ولسي خلګ ګواښي، دوه نیمې میاشتې وړاندې يې په همدې سیمه کې له طالبانو سره د همکارۍ په تور له دوو کسانو سرونه هم پرې کړي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه