خوست کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه ودانۍ لري، خو خدمات نه لري

انځور: خوست کې د طالبانو د روغتیا ریاست

د خوست ولايت په ځينو سيمو او ولسواليو کې هغه روغتيايي مرکزونه لاهم غير فعال دي، چې ودانۍ ورته جوړې شوي، خو خلکو ته لاهم په کې روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کېږي.

د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، په مرکز او ځينو ولسواليو کې ۱۱ روغتيايي مرکزونو ته په تېر جمهوري نظام کې ودانۍ جوړې شوي، خو د تېرو څو کلونو په تېرېدو لاهم په کې خدمات نه دي پېل شوي.

د لکڼو، چرګوټي، غازي اباد، تريزو، هارون خېلو، بټۍ تاڼې، تنګي، خلبيسات، علي شير، نادرشاه کوټ او سوراک هغه روغتيايي مرکزونه دي چې روغتيايي خدمات نه لري او خلک يې د فعالېدو غوښتنه کوي.

د دغه ولايت لپاره د طالبانو روغتيايي مسوولينو که څه هم د يادو مرکزونو په تړاو څه نه دي ويلي، خو په خپل فيسبوک پاڼه يې ليکلي چې د طالبانو په راتګ يې لېرې پرتو سيمو ته روغتيايي خدمتونه پراخه کړي دي.

د خوست ولايت اوسېدونکي وايي، د ۱۱ په شمېر کې ياد روغتيايي مرکزونه چې ودانۍ ورته په تېر نظام کې جوړې شوي د نامعلومو دلايلو له کبله هيڅ روغتيايي خدمات نه په کې ترسره کېږي او د دوی په وينا له همدې امله د دغو ځينو سيمو اوسېدونکي په روغتيا برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د عليشيرو ولسوالۍ د تريزو سيمې يو اوسېدونکي قلم شاه نوري اطلاعات روز ته وويل، چې څلور کاله وړاندې يې په سيمه کې يو روغتيايي کلينک ته ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه، خو د هغه په وينا وروسته ورته نه روغتيايي وسايل راوړل شول او نه هم خلکو ته په کې روغتيايي خدمتونه پېل شول.

نوموړی زياتوي چې د سيمې خلک د ياد کلينک د نه فعالېدو له امله له ستونزو سره مخ دي او خپل ناروغان د درملنې لپاره مرکز ته لېږدوي.

هغه وویل: «عليشيرو کې څلور کاله به کېږي چې کلينیک منظور شو او تعمير هم ورته جوړ شو، بيا وروسته هر څه ورک شول، نه وسايل ورته راوړل شول او نه هم ډاکټران ورته راغلل، دا که فعاله شي نو مونږ به له ډېرو ستونزو خلاص شو او نه به مجبوريږو چې ناروغان تر مرکزه يوسو.»

د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د خلبیسات روغتیایي مرکز چې ودانۍ ورته جوړه شوې، خو خلکو ته په کې خدمات نه وړاندې کېږي. انځور: خواله رسنۍ

له غير فعاله مرکزونو څخه يې د خلبیسات ۳۰ بستريز او په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې ۳۰ بستريز روغتونونه تر نورو ډېر مهم دي، خلک وايي که خدمات په کې پېل شي، د ناروغ لرونکو ستونزې به د پام وړ ورسره راکمې شي.

په دې اړه د ياد ولايت يو بل اوسېدونکي کليم الله وويل: «زه خو له نورو مرکزونو ډېر معلومات نه لرم، خو خلبيسات کې او نادرشاه کوټ کې دوه روغتونونه چې ودانۍ لري، خو همداسې تشې ولاړې دي، خلکو ته ډېر مهم دي بايد فعاله شي، درمل، وسايل او مسلکي په کار پوهه ډاکټران ورته وګمارل شي، چې په دې سره به زمونږ د ولس زيات مشکلات حل شي.»

خوست د هيواد له ګڼ نفوسه ولايتونو څخه دی، لېرې پرتې ولسوالۍ يې لاهم په روغتيا برخه کې له کمويو سره مخ دي، د مرکز متون اوسېدونکی روزي خان اطلاعات روز ته وويل، په دغه ولايت کې روغتيايي سيستم کمزوری او د هغه په وينا د لېرې پرتو سيمو ګڼ روغتيايي مرکزونه چې اوس فعاليت ترسره کوي، د درملو او مسلکي روغتياپالانو له کمښت سره هم مخ دي.

نوموړی له نړيوالو همکاره موسېساتو غوښتنه کوي چې د دغه ولايت له روغتيايي سيستم سره همکاري وکړي.

خان وويل: «دلته زه داسې سيمې هم پېژنم او معلومات ترې لرم چې کلينیک په کې شته او ناروغان هم ور وړل کېږي، خو مسلکي ډاکټر په کې نشته، عادي درمل هم په سختۍ پيدا کېږي او يا د نورو وسایلو چې هغه پيچلي وسايل هم نه دي نه پيدا کېږي، نو په ټوله چې ويلی شو، چې روغتيايي سيستم کمزوری دی او په دې کې بايد نړيوال موسېسات مرسته وکړي.»

طالبان وایي، چې د خوست په یو شمیر سیمو کې یې د موسېساتو په همکارۍ ځینې روغتیایي مرکزونه فعال کړي دي. انځور: خوست کې د طالبانو د روغتیا ریاست

د خوست ولايت لپاره د طالبانو روغتيايي چارواکو هم د ۱۱ روغتيايي مرکزونو د نه فعالېدو ستونزه مني، خو وايي چې تازه د مرکز اړوند په غرشين سيمه کې د سيمې خلکو ته روغتيايي خدمتونه پېل شوي دي.

دوی زياتوي چې د پاملرنې موسېسې په همکارۍ يو روغتيايي ټيم د عليشيرو او تريزو، يو د صبريو او يعقوبيو او دوه د موسی خېلو ولسوالۍ په اړوند سيمو کې په ثابت مرکزونو بدل او خلکو ته يې روغتيايي خدمتونه پېل کړي دي.

د دغه ولايت له عامې روغتيا رياست له فيسبوک پاڼې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د عامې روغتيا رياست د مرستيال په مشرۍ د څار يو پلاوی د غازي اباد، د سرې مياشتې ګوډاخارې او ځينو روغتيايي مرکزونو څخه ليدنه کړې او په دغو مرکزونو کې يې د روغتيايي خدمتونو د فعالېدو ډاډ ورکړی دی.

په خوست ولايت کې اوس مهال شاوخوا ۷۰ روغتيايي مرکزونه فعاليت لري، چې د مراجعينو د ګڼې ګوڼې له کبله ځينې يې د درملو، وسایلو او روغتياپالانو له کمښت سره مخ دي.

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت څه موده وړاندې ويلي و، چې د روغتياپالانو د کمښت له امله يې روغتيايي خدمات له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه