اوچا: افغانستان کې د وروستيو ورښتونو پر مهال ۵۴۰ کورونه ويجاړ شوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې په افغانستان کې د وروستيو ورځو سختو ورښتونو له کبله ۵۴۰ کورونه او يو زر او ۵۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.

د دې دفتر په راپور کې راغلي چې په اوو ولايتونو کې د شپږو پلونو او ۴۵۰ کيلومټره سړک په ګډون مهم بنسټونه هم ويجاړ شوي دي.

د اوچا راپور چې تېره ورځ (شنبه، ۱۱ د وري) خپور شوی، په کې راغلي چې د لومړنيو راپورونو او ارزونو پر اساس سختو بارانونو په شمال کې په فارياب، په ختيځ کې په ننګرهار او په مرکزي سيمو دايکندي کې ډېر زيانونه اړولي دي.

اوچا زیاته کړې، چې د مارچ پر ۲۱مه او له ۲۶مې څخه تر ۲۷مې پورې کوم سخت بارانونه شوي اووه تنه په کې مړه شوي او ۳۸۴ کورونه په کې زيانمن شوي دي.

د سيلاب له امله د تلفاتو راپورونه له فارياب او بادغيس ولايتونو څخه ورکړل شوي وو.

پېښو ته د رسيدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت هم د تېر کال په کب مياشت کې اعلان کړی و چې په هيواد کې د سړې هوا، باران او واورې له کبله ۶۰ تنه مړه شوي دي.

د دې وزارت د شمېرو له مخې په کب میاشت کې د ورښتونو له امله يو زر او ۶۴۵ کورونه هم په کلي يا جزي توګه ويجاړ شوي. همدا راز په دې مياشت کې ۱۷۷ زره او ۹۱۱ څاروي هم تلف شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه