ننګرهار کې بارانونو، ږلۍ او سېلابونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د تیرې ورځې د شدید باران له کبله سیلابونه راوتلي چې له امله یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي، چې سیلابونو تېره ورځ (جمعه، ۱۰ د وري) د دغه ولایت په لعلپورې، نازیانو، کوټ، بټي کوټ، مومندرې، اچین او یو شمیر نورو ولسوالیو کې سلګونو جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه څاروي وړي او دغه راز یې په زیاته اندازه د استوګنې کورونه هم نړولي او زیانمن کړي دي.

نوموړی زیاتوي د مومندرې ولسوالۍ په دامان، هزارناو، ګردي غوث او ډکې سيمو کې سېلابونو د جلال اباد – تورخم لويې لارې ځينې برخې ویجاړې او په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او فصلونه يې له منځه وړي او دغه راز د تورخم – جلال اباد لویه لاره په ځينو سيمو کې د موټر پرمخ تړل شوې.

هغه په دغه سیلابونو کې د اوښتو ځاني تلفاتو په اړه معلومات ورنه کړل، خو ویې ویل، چې د سروې ټیمونه یې زیانمنو شویو سیمو ته استولي چې جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د لعل پورې ولسوالۍ اوسیدونکی نعمت الله چې سیلابونو او ږلۍ یې کرنیزه ځمکه تخریب کړې او دغه راز یې په لس جریبه ځمکه کرل شوې هندواڼې سیلاب وړي د طالبانو له حکومت او مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه کوي.

نعمت الله وویل: «په لس جریبه ځمکه مې هندواڼې کرلې وي، خو تېره ورځ ناڅاپي باران، ږلۍ او سیلابونو هر څه له منځه یوړل، د مرستې غوښتنه کوو ځکه زمونږ د ټول کال خواري له خاورو سره خاورې شوه.»

دغه راز د ننګرهار په نورو سیمو کې هم د سیلابونو د راوتلو خبر ورکړل شوی، خو تر اوسه یې د زیانونو په اړه طالب چارواکو له رسنیو سره معلومات نه دي کړي.

ننګرهار کې تېر کال هم سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه