کونړ کې پر نري رنځ د اخته کسانو شمیر زیات شوی

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې پر نري رنځ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

د کونړ د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند ایاز ساپی وايي، چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په دغه ولایت کې ۵۲۹ کسان پر نري رنځ اخته شوي وو، چې دا شمېر بیا په ۱۴۰۲ کال کې ۹۱۲ کسانو ته لوړ شوی.

ساپی زیاتوي، که له یوه لوري په ۱۴۰۲ لمریز کال کې پر نري رنځ د اخته کسانو شمېر لوړ شوی، خو په خبره یې چې د یادې ناروغۍ له امله د مړینې په کچه کې پنځوس سلنه کموالی راغلی.

نوموړی زیاتوي، چې د نري رنځ ناروغۍ د معلومولو لپاره یې د اسعد اباد ولایتي روغتون سربېره څوکۍ او ماڼوګي ولسوالیو کې هم (Gen Expert) سېستم فعال کړی.

په ورته مهال د اسعد اباد په ولایتي روغتون کې د روغتیايي معلوماتو سېستم مسوول ډاکټر خان محمد وايي، نری رنځ ساري ناروغۍ ده، چې په آسانۍ یې درملنه او مخنیوی کېدلی شي، خو په خبره یې په دې برخه کې لږه ناغېړي د ناروغ د مرګ باعث ګرځي.

هغه د خلکو کمزوری اقتصاد، د خوراکي توکو کمښت، د روغتیايي لارښوونو نه مراعتول، د محافظوي وسایلو نه استعمال، د عامه پوهاوي نشتوالی او د کډوالۍ چټکې څپې په کونړ کې پر نري رنځ د اخته کېدو ستر لاملونه یادوي.

بل لور ته کونړ کې یو شمېر کسان چې پر نري رنځ اخته دي شکایت کوي، چې د نورو ناروغانو په څېر پر دې ناروغۍ د اخته کسانو روغتیا ته هم سمه پاملرنه نه کېږي، چې له امله یې د نري رنځ ناروغانو شمېر په ډېرېدو دی.

یو ناروغ له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « زما غوښتنه دا ده، چې د طالبانو حکومت او موسېسات دې د ولسي خلکو د صحت ښه والي لپاره پام وکړي، ځکه د خلکو اقتصاد کمزوری دی او نه شي کولای، چې په شخصي روغتونونو کې تداوي وکړي.»

د مارچ ۲۴مه هر کال د نري رنځ ناروغۍ د نړۍ والې ورځې په توګه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي، خو کونړ کې یو شمېر خلک شکایت کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې د نري رنځ ناروغۍ په تړاو د عامه پوهاوي برخه کمزورې شوې او غوښتنې دا دي، چې باید په دغه برخه کې کارنده ګامونه پورته شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه