د روغتيا نړيوال سازمان: د افغانستان ۵۰ سلنه نفوس له رواني اختلالاتو کړېږي

Photo credit: EU/Karolina Lagiewka

اطلاعات روز: د شرقي مديترانې لپاره د روغتيا د نړيوال سازمان سيمه‌ييز مدير حنان بلخي ويلي، چې د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي له رواني اختلالاتو کړېږي.

نوموړي دا څرګندونې د اتريش په ويانا کې په هغې ناسته کې کړي چې په افغانستان کې د رواني روغتيا او د نشه یي توکو د استعمال د زيانونو په اړه جوړه شوې وه.

دا ناسته د «ژور بحران: رواني روغتيا او د نشه يي توکو استعمال چې د افغانستان ټولنه فلجوي» تر عنوان لاندې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون د ۶۷مې غونډې په څنډه کې د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر، اروپايي ټولنې (اي یو) او د جاپان حکومت په ګډون جوړه شوې وه.

د روغتيا نړيوال سازمان په هغه خبرپاڼه کې چې تېره شپه (دوشنبه، ۶ د وري) خپره شوې، ويلي چې په دې غونډه کې ۱۴۰ تنو په حضوري او مجازي توګه ګډون کړی و او د رواني روغتيا او د نشه يي توکو د مصرف زيانونو ته د رسيدګۍ د ننګونو په اړه يې بحث کړی چې ميليونونه افغان وګړي ورسره مخ دي.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې په دې بحث کې ټینګار شوی چې چې په نشه يي توکه له روږدو وګړو سره له کېدونکي تبعيض او د رواني روغتيا له ستونزو سره مبارزه وشي.

حنان بلخي ويلي: «د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي له اختلالاتو کړېږي چې د ژوند پر کيفيت اغېز کوي.»

د ده په وينا، دا چاره افراد د رواني روغتيا د زيانونو او د نشه يي توکو د مصرف پر وړاندې متضرر کوي او په عين حال کې د روغتيايي سيسټمونو او په هيواد کې د ټولنيزو پاملرنو له لوري محدود ملاتړ ترلاسه کوي.

د ويانا په غونډه کې له نشه يي توکو او جرم سره د مبارزې د دفتر د سياست او عامه چارو د شننې د برخې مدير ژان لوک لماهيو ويلي، چې په نشه يي توکو د روږدو وګړو د درملنې لپاره د روغتيايي اقداماتو تر څنګ په بديل کښت سره د بزګرانو ملاتړ په افغانستان کې د اوږد مهالو حللارو لپاره اړين دي.

په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د استازولۍ سرپرستې رافايلا ايوډيس ويلي، چې د نړۍ او افغانستان په کچه د رواني روغتيا او د نشه يي توکو د مصرف د زيانونو په برخه کې پانګونه يو مشترک مسووليت دی.

دې ټينګار کړی: «زموږ مداخلې بايد د شواهدو، ښو تګلارو او زده کړو درسونو پر اساس وي. په دې ځای کې زه د مدني ټولنې او محلي ټولنو پر مهم رول ټينګار کوم تر څو ډاډ ترلاسه شي چې حل لارې نه يوازې له ځانګړو زمينو او اړتياوو سره سمې دې بلکې له کلتوري پلوه هم مناسبې دي او په عين حال کې په اوږده مهال کې پايدارې دي.»

په افغانستان کې د نړيوالې روغتيايي ډلې د رواني روغتيا او رواني ملاتړ همغږي کوونکي ډاکټر ويل الراس د نشه يي توکو له استعمال سره د مبارزې او د رواني روغتيا د برنامو لپاره د پايدارې بودیجې په تخصيص کې د لومړيتوب ټاکنې پر اړتيا ټينګار کړی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې د ويانا غونډه د اقدام په غوښتنې سره پای ته ورسیده او له ښکېلو اړخونو يې وغوښتل شول چې په افغانستان کې د رواني روغتيا په خدماتو او د نشه يي توکو د استعمال د زيانونو په مخنيوي کې همکاري وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه