ننګرهار کې د نري رنځ یا توبرکلوز نږدې شپږ زره پېښې ثبت شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت پر نري رنځ نږدې شبږ زره کسان اخته شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند نقیب الله رحیمي وايي، چې په ۲۰۲۲ کال کې کابو پنځه زره ۸۷۲ کسان او په ۲۰۲۳ کال کې پنځه زره ۸۲۳ کسان په توبرکلوز ناروغۍ اخته شوي.

د نوموړي په خبره که څه هم په ۲۰۲۳ کال کې په توبرکلوز د اخته کسانو شمېر د ۲۰۲۲ کال په پرتله یو څه کم شوی دی، مګر لاهم دا ناروغۍ په چټکۍ خپریږي او د اندیښنې وړ ده.

د رحیمي د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې له نري رنځ ناروغۍ څخه ۳۹ کسان مړه شوي، چې ۲۰ یې ماشومان، ۱۰ یې ښځې او ۹ یې نارینه دي.

نوموړي وویل:«ننګرهار کې د نري رنځ پېښې په ۲۰۲۲ کال کې کابو  ٥٨٧٢ وې او په ۲۰۲۳ کال کې٥٨٢٣ دي، چې دا تیر کال ته په کتو لږ کموالی دی، خو لاهم د دې ناروغۍ د زیاتې خپریدا اندیښنه شته، په ټوله کې په ۲۰۲۲ کال کې له دې ناروغۍ ۳۹ کسان مړه شوي چې ماشومان،ښځې او لویان نارینه په کې شامل دي.»

هغه که څه په ۲۰۲۳ کال کې په نري رنځ د اخته کسانو د مړینې او رغیدو په اړه جزیات ورنه کړل، خو زیاتوي، چې سږ کال په دې ناروغۍ ٢٨٤٦ تنه ماشومان او شاوخوا ٢٩٧٧ تنه يې لويان اخته شوي دي.

بلخوا پر نري رنځ یو شمېر اخته ناروغان په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیایي اسانتیاوو له کموالي شکایت کوي.

د ننګرهار اوسیدونکی عبدالحق چې پر نري رنځ ناروغۍ اخته شوی وایي، له یو نیم کال راهیسې له دې ناروغۍ کړیږي.

عبدالحق وویل: «یو نیم کال کېږي چې زه پر نري رنځ ناروغۍ اخته یم، ټوخېږم د شپې لخوا هم خوله کېږم او خوب مې هم نه وي ټول بدن مې درد کوي، زه چې هر ځل درمل اخلم او معاینات کوم نو جلال اباد ته راځم ولسوالیو کې په سم ډول روغتیایي خدمات نشته او باید برابر شي.»

په همدې حال جلال اباد ښار کې د نري رنځ ناروغۍ متخصص ډاکتر صدیق الله رحیمي وایي، نری رنځ یوه ساري ناروغي ده او له خلکو غوښتنه کوي چې روغتیایي لارښوونې عملي کړي.

رحیمي زیاتوي: «نری رنځ یا توبرکلوز چې هم ورته وایي، دا یو ساري ناروغي ده یعنې له یو کس بل ته زر انتقالیږي نو ناروغ کس ته په کار ده چې خپله هم ماسک وکاروي او دغه راز د کورنۍ غړي او نور خلک هم باید روغتیایي لارښوونې عملي کړي؛ د نري رنځ ناروغۍ نښې تبه ، د بدن کمزوتيا، او د وزن کمېدل او کم اشتهايي ده.»

د طالبانو  د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې په ۲۰۲۳ کال کې په ټول هیواد کې د نري رنځ نږدې پنځوس زره مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا شمېره د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۵.۵ سلنه کموالی ښيي.

د یاد وزارت د شمیرو له مخې تېر کال په افغانستان کې پر توبرکلوز د اخته ناروغانو ډیری یې ښځې وې.

د توبرکلوز د ناروغۍ درملنه د افغانستان د ټولو برخو د توبرکلوز په ځانګړو مرکزونو کي په وړيا ډول ترسره کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه