اطلاعات روز: د طالبانو تر مديريت لاندې د احصائيې او معلوماتو اداره وايي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د ويش له پيله تر اوسه ۱۲ ميليون او ۹۰۰ زره تنو دا پيژندپاڼې تر لاسه کړې دي.
په دې افرادو کې اووه ميليون او ۵۰۰ زره نارينه او پنځه ميليون او ۴۰۰ زره ښځې دي.
د احصايې او معلوماتو ادارې نن (دوشنبه، ۶ د وري) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې يوازې په تېر لمريز کال (۱۴۰۲) کې يې د برېښنايي پېژندپاڼو د ۷۶ مرکزونو او په ۳۴ ولايتونو کې د اسان خدماتو له لارې درې ميليون او ۱۲۴ زرو ته برېښنايي پېژندپاڼې ورکړې دي چې په دې لړ کې دوه ميليون او ۶۸ زره نارينه او يو ميليون او ۵۶ زره ښځې دي.
د دې خبرپاڼې په وينا، د تېر کال پر مهال ډېري پيژندپاڼې په کابل او تر دې وروسته هرات، بلخ او ننګرهار کې وېشل شوې دي.
د احصايې او معلوماتو ادارې زياته کړې چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته تر شپږ ميليون او ۸۱۲ زره زياتو وګړو ته برېښنايي پېژندپاڼې ورکړل شوې دي.
اوس مهال برېښنايي پيژندپاڼې د پاسپورټ په څېر د افغانستان د پخواني حکومت په لوګو سره وېشل کېږي.
د دې پېژندپاڼو د توزيع بهير د ۱۳۹۷ کال د ثور په مياشت کې پيل شو.
د تېر حکومت پر مهال د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په بهير کې د مليت په توګه د «افغان» لفظ او د قومونو نوملړ جنجالي موضوعات و.
