اطلاعات روز: په لوګر ولايت کې سيمهييزې سرچينې وايي چې د دې ولايت په مرکز پل عالم کې يو پخوانی نظامي د «نامعلومو کسانو» په ډزو سره وژل شوی دی.
پېښه نن (يکشنبه، ۵ د وري) سهار رامنځته شوې او د سرچينې په وينا د ډګر جنرال «طاووس خان» په نوم کس په خپل پټي کې په کار بوخت و چې پرې ډزې شوې او ځای پر ځای وژل شوی دی.
څرګنده نه ده چې دا پېښه د چا له لوري را منځ ته شوې خو ډېری وختونه د داسې پېښو پړه پر طالبانو اچول کېږي.
تر اوسه د طالبانو امنيتي مسوولينو رسما په دې اړه څه نه دې ويلي.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په دې ولايت کې د طالبانو يو غړی هم د نامعلومو وسلوالو له خوا وژل شوی و او وروسته يې د هغه جسد په يو پټي کې غورځولی و.
