اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د دوو جلا پېښو له امله دوه تنه وژل شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې لومړۍ پیښه نن (شنبه، ۴ د وري) سهار ۱۰:۰۰ بجې د سره رود ولسوالۍ اړوند «باولۍ» سیمه کې رامنځته شوې، چې په کې د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر شخړه کې د زرګل په نامه یو کس وژل شوی دی..
زابلی زیاتوي، چې د پېښې ځای ته طالب سرتیرو ځان رسولی خو تر اوسه یې د یادې پېښې په تور څوک نه دي نیولي.
نوموړی دغه راز زیاتوي دویمه پېښه تېره شپه د سپين غر ولسوالۍ اړوند «خرکنۍ» سیمه کې شوې، چې پر مهال یې د افسرخان په نوم یو کس ناپیژانده وسله والو د کرنیزې ځمکې د اوبو خور پر مهال وژلی دی.
هغه وایي، د یادې پېښې په تور درې کسان نیول شوي دي.
په دې ورورستیو کې ننګرهار کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی او پخوانۍ دښمنۍ بلل کېږي.
