اطلاعات روز: ننګرهار د طالبانو امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار په اتمه حوزه کې یو سړي د خپلې ښځې په ګډون د کورنۍ درې غړي په ډزو وژلي دي.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دا پېښه پرون ماښام (جمعه، ٣ د وري) له روژه ماتي وروسته د اتمې حوزې اړوند «عظیم آباد» سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا په یاده سیمه کې یو کس له روژه ماتي وروسته خپله ښځه، اینګور او زوی د کلاشینکوف په ډزو وژلي دي.
د امنیې قومندانۍ ویاند زیاته کړې چې تورن کس د امنیتي کسانو لخوا نیول شوی او اوس مهال په امنیې قومندانۍ کې تر څیړنو لاندې دی او له دې وروسته به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.
امنیتي مسوولینو تر اوسه د دې پېښې د علت په اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د یادې کورنۍ یو خپلوان وایي، چې دا کس په نشه یي توکو روږدی و او له دې وړاندې یې هم خپلې کورنۍ ته د مرګ ګواښونه کړي وو.
په ټولنیزو شبکو کې هم دا پېښه په پراخه کچه غندل شوې او خلکو له طالبانو غوښتي چې یاد کس ته دې سخته سزا ورکړي.
په دې ورورستیو کې ننګرهار کې د کورني تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره بې کاري، فقر بې وزلي او د خلکو په رواني ناروغیو اخته کیدل یاد شوي.
