جان سپکو: په افغانستان کې د امريکا نغدي مرستې د يوې ترهګرې ډلې لاسونو ته لوېږي

اطلاعات روز: د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا د ځانګړې پلټونکې ادارې مشر جان سپکو په يوه مرکه کې ويلي چې په افغانستان کې د امريکا نغدي مرستې د يوې «ترهګرې ډلې» لاس ته لوېږي.

ښاغلي سپکو طالبان «ترهګر» بللي.

د ښاغلي جان سپکو دا څرګندونې پر پروپوبليکا ويبپاڼې خپرې شوې دي.

ده ويلي: «زياتره پيسې چې د ملګرو ملتونو په وسيله [افغانستان ته] ځي، د امريکايي ماليه ورکوونکو دي. [دا پيسې] يوې ترهګرې ډلې ته رسېږي. طالبان ترهګر دي.»

د سيګار له راپور سره سم، له کومه وخته چې طالبانو د افغانستان واک اخيستی، ملګرو ملتونو تر ۲.۹ ميليارد ډالرو زياتې نغدي پيسې دې هيواد ته واردې کړې دي.

له دې راپور سره سم، ملګري ملتونه نغدي پيسې يوه خصوصي بانک ته سپاري او مرستندويو ادارو او غير انتفاعي بشرپالو ډلو ته يې ورکوي.

سيګار په وروستي راپور کې ويلي چې نغدي مرستې پر همدې ځای نه خلاصېږي او يو څه برخه يې د افغانستان مرکزي بانک ته چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، ځي.

د ملګرو ملتونو چارواکي د افغانستان مرکزي بانک ته د پيسو له انتقاله انکار نه کوي، خو وايي چې د دې کار د مخنيوي شونتيا نشته ځکه چې هيواد د طالبانو په ولکه کې دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سيګار ليک ته په ځواب کې ويلي چې ملګري ملتونه د پيسو د انتقال د برنامې د مديريت کولو مسووليت لري.

دې وزارت زياته کړې چې ژمن دي چې د افغانستان له خلګو سره به حياتي بشرپالې مرستې کوي او مرستې څاري تر څو يې د انحراف خطر کم شي.

سپکو ويلي چې متحده ايالات، ملګري ملتونه او مرستندویي ادارې کولای شي چې په افغانستان کې نغدې پیسې په ښه توګه کنټرول کړي، خو د ده په وينا «که هيڅوک هم ورته پاملرنه ونه کړي، نو له ضياع، فساد او ناوړې ګټې اخيستنې سره به مخ شئ.»

په تازه توګه د امريکا د سنا مجلس غړي مارکو روبيو يوه لايحه وړاندې کړې او غوښتنه يې کړې ده چې په افغانستان کې دې ملګرو ملتونو ته مرستې نه ورکول کېږي او ويلي يې دې چې بايد ډاډ تر لاسه شي چې طالبان دې مرستو ته لاسرسی نه لري.

دا لايحه په ۲۰۲۴ کال کې له نړيوالو ترهګرو څخه د مالي ملاتړ تر عنوان لاندې وړاندې شوې، د تاييد په صورت کې متحده ايالات له افغانستان سره د مرستې لپاره له ملګرو ملتونو سره له «هر ډول داوطلبانه يا ارزول شويو مرستو» منع کوي او د بهرنيو چارو وزير اړ کوي چې د مرستو تر پيلولو وړاندې ډاډ تر لاسه کړي چې طالبان له دې مرستو استفاده نه کوي.

روبيو ويلي: «د امريکايي ماليه ورکوونکو ډالر بايد د طالبانو په څېر د ترهګرو سازمانونو په ګټه ورنشي. متأسفانه، نن د همداسې سناريو شاهدان يو. تر څو چې ډاډه شوي نه يو، تر هغو بايد له ملګرو ملتونو سره له مرستې ډډه وکړو.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه