اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې سيمهييزې سرچينې وايي چې د دې ولايت په مرکز ښرنه کې يو کس د روژه ماتي پر مهال خپله مېرمن وژلې ده.
د سرچينې په وينا، پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۱ د وري) ماښام مهال د ښرنې اړوند په «کوټوال» سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې يو کس له خپلې مېرمنې سره لومړی لفظي شخړه کړې او وروسته يې د لرګي په ګوزار وژلې ده.
په پکتيکا کې د طالبانو امنيتي مسوولينو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دې ويلي.
پر هيواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.
څو ورځې وړاندې هم په ننګرهار کې يوه مېرمن د خپلې خسرګنۍ له لوري وژل شوې وه او همدا راز په همدې ولايت او کندهار کې دوو نورو ښځو ځان وژنې کړې وې.
