اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینو ویلي چې د کندهار ښار د اولې حوزې اړوند «زړې قومندانۍ» ته څېرمه د نوي کابل بانک پر دفتر چادونه شوې او مرګ ژوبله یې اړولې.
سرچینو زياته کړې چې چاودنه نن (پنجشنبه، ۲ د وري) سهار شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځته شوې چې کندهار کې دولتي کارکوونکو غوښتل خپل معاشات تر لاسه کړي.
د سرچينې په وينا، په نننۍ چاودنه کې مرګ ژوبله هم اوښتې خو د تلفاتو دقيق شمېر لا هم څرګند نه دی.
د پېښې ټول قربانیان د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو امنیتي مسوولینو هم پېښه تاييد کړې او زیاتوي چې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.
نوی کابل بانک د تېر حکومت پر مهال هم د طالبانو او نورو ډلو د چاودنو هدف و او په ځانګړې توګه هغه وخت به په نښه کېده چې د پخواني حکومت امنيتي ځواکونو به خپل معاشات تر لاسه کول.
