د نوي تعلیمي کال پېل؛  رینا امیري: له زده کړو د نجونو بې برخې کول زړه ماتوونکی دی

Photo: Screenshot from a video via NED

اطلاعات روز:  په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له زده کړو څخه د افغان نجونو دوامداره محرومیت زړه ماتوونکی او په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره یو غیر معمولي وضعیت بللی دی.

اميري چې تېره شپه (سې شنبه، ۲۹ د کب) يې «د هغو ښځو له نظره د امنیت ټینګښت چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند کوي» تر نامه لاندې په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وويل، په افغانستان کې د ښوونځيو دروازې په داسې حال کې پرانيستل کېږي، چې نجونې یو ځل بیا نه شي کولای ښوونځيو ته لاړې شي او زده کړې وکړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت نن د نوي تعلیمي د پېل په موخه د ښوونځي د زنګ وهلو مراسم ترسره کړل.

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر حبیب الله اغا په دې مراسمو کې د خپلو خبرو پر مهال د نجونو تعلیم ته اشاره ونه کړه.

اميري د تېرې شپې په غونډه کې د خپلو خبرو په دوام وويل، هغه څه چې په افغانستان کې کېږي، په هېڅ مسلمان اکثريت هېواد او د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د منلو وړ نه دي او په نړيواله کچه هم څو ځلې رد شوي دي.

اميري زیاته کړه، پر ښځو او نجونو د طالبانو د بنديزونو پايلې نه يوازې هغوى، بلکې د افغانستان ټول نفوس اغېزمنوي.

هغه دا خبرداری هم ورکړ چې «هغه څه چې په افغانستان کې پیښیږي یوازې په افغانستان کې نه پاتې کیږي او موږ باید په یاد ولرو».

امیري د خپلو خبرو په یوه برخه کې ټینګار وکړ، چې طالبان به تر هغو د اړیکو په عادي کولو کې خپلو موخو ته ونه رسیږي، څو چې دغه ډله د افغانانو د حقونو غوښتنې ته پام ونه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه