کمرنګه نوی کال او د خلکو ناهیلي

اطلاعات روز: نوروز یا د کال لومړۍ ورځ د افغانستان په تاریخ کې اوږده مخینه لري او دا ورځ له هیواد سربیره، په تاجکستان، ازبکستان، ایران او په یو شمېر هېوادونو کې د پسرلي له راتګ سره سم د ځانګړو مراسمو په ترسره کیدو نمانځل کېږي.

خو، د هیواد یو شمیر اوسیدونکي وایي، له کله راهیسې چې دویم ځلي طالبان واک ته رسیدلي، د نوروز ورځ نه نمانځل کېږي او پر نمانځلو یې بندیز لګیدلی دی.

نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري/حمل لومړۍ ورځ یا نوروز دی چې په تېر جمهوري نظام کې دا ورځ رخصت او په شاندارو مراسمو سره نمانځل کیدله.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی صفت الله وايي، سږ کال هم لکه د تېرو دوو کلونو په څیر د نوروز پر مهال په ښار او د ولسوالیو په تفریح ځایونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه نه شته او هر څوک په خپل ورځني کارونو بوخت دي.

د نوموړي په خبره پخوا به د نوروز د نمانځلو او نوروزي مېلو لپاره ځانګړی تیاری کیده، ځوانان او کورنۍ به تفرېحي پارکونو او میله ځایونو ته تلل،خو په خبره یې د طالبانو د حکومت په راتګ سره اوس د هیڅ څرک نه لیدل کېږي.

صفت الله زیاتوي: «پخوا به مونږ د ښار خلک لېرې ولسوالیو ته تللو او هلته به مو له ملګرو سره بندارونه جوړول او ښار کې به د خلکو بیروبار هم زیات وو، ځکه دلته به هم په حکومتي او ولسي کچه دا ورځ نمانځل کیدله، خو اوس طالبانو په هر څه بندیز لګولی او هڅه کې دي چې دا لرغونې ورځ له خلکو هیره کړي.»

د نوموړي په خبره د طالبانو پر دې اقداماتو سره نوی کال کمرنګه او خلک ناهیلي شوي دي.

د لغمان اوسیدونکی شمس الحق وایي، افغانان له ډېر پخوا راهیسې نوروز د یوې دودیزې میلې په توګه نمانځي او له طالبانو غوښتنه کوي چې د دوی د خوښۍ ورځې ترې نه اخلي.

د هغه په وینا طالبانو نه یوازې د نوروز د جشن پر نمانځلو بندیز لګیدلی بلکې په دې مناسبت‌یې عمومي رخصتي هم له‌منځه وړې ده.

شمس الحق زیاتوي: «نوروز له بیړیو راهیسې نمانځل کېږي او دا ورځ بزګرانو او عامو خلکو لپاره ځانګړی ارزښت لري، په دې ورځ به خلکو خوشالۍ کولې او دا په دې خاطر چې روان کال یې خوشاله تیر شي؛ له طالبانو غواړو چې له افغانانو دې لرغونې او ارزښت لرونکي ورځې نه اخلي او خلک دې پریږدي چې په دې ورځ خوشالۍ وکړي.»

لیکوال او شاعر داکټر لطف الله مومند نوروز د افغانستان تاریخي ارزښت او ملي جشن بولي.

د هغه په خبره د نوي کال لومړۍ ورځ یعنې نوروز جشن نمانځل د افغانستان د تاریخ او هویت لرغونتیا ثابتوي او له طالبانو غوښتنه کوي، چې د خپلو سختدریزۍ په خاطر دې دا ورځ له خلکو نه هیروي.

مومند وویل: «نوروز د افغانستان په تاریخ کې اوږده مخینه لري او د یو فرهنګي میراث په توګه پاتې دی، خو د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا ورځ نه نمانځل کېږي له طالبانو غواړو چې د افغانستان فرهنګي ورځو ته پام وکړي.»

بلخوا په تولنیزو شبکو افغان کارونکو د نوي کال د ورځې په پار د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي او ډیرو یې له طالبانو غوښتي چې د نوي کال په پېل سره دې د نجونو پرمخ د تړل شویو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.

په ورته مهال د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنن منکر وزارت ویلي، چې د نوروز نمانځل په اسلام کې حرام دي.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو هم نوروز د یوې نړیوالې ورځې په توګه په رسمیت پېژندلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه