د سپينې ماڼۍ ويانده: پاکستان او طالبان دې خپل اختلاف د خبرو له لارې حل کړي

Credit: Principal Deputy Press Secretary

اطلاعات روز: د امريکا د ولسمشرۍ ماڼۍ وياندې کرين ژان پير په افغانستان کې له طالبانو او پاکستاني دولت څخه غوښتي چې هر ډول اختلاف دې د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړې پرون دوشنبه (۲۸ د کب) په يوه خبري غونډه کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي بريدونو پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې پاکستان دا بريدونه د شنبې ورځې د بريدونو په ځواب کې چې یو پوځي مرکز په کې په نښه شوی و کړي دي. دا بريد د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې شوی او اووه پاکستاني نظاميان په کې وژل شوي دي.

د سپينې ماڼۍ وياندې د افغانستان پر خاوره د پاکستان په بريدونو کې ملکي وګړو ته د تلفاتو پر اوښتو خواشيني ښودلې او ويلي يې دې چې طالبان بايد ډاډمنه کړي چې د افغانستان له خاورې ترهګريز بريدونه نه ترسره کېږي.

دې له پاکستانه هم غوښتي چې بايد ډاډ تر لاسه کړي چې د ترهګرۍ پر خلاف هڅو کې ملکيانو ته زيان نه رسېږي.

د سپينې ماڼۍ وياندې ويلي: «موږ له دواړو لورو غواړو چې هر ډول اختلاف دې د خبرو له لارې حل کړي.»

دې ټينګار کړی چې امريکا ژمنه ده تر څو ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان به نور د ترهګرو په امن پناهځای نه بدلېږي چې متحده ايالاتو او نورو شريکانو ته يې زيان ورسوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ودانت پاټيل هم د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي بريدونو په تړاو ورته څرګندونې کړي او ويلي يې دي چې داسې اقدامات بايد وشي چې تلفات په کې حد اقل کچې ته راټيټ شي.

په عين مهال کې يې پاکستان د امريکا مهم او کليدي شريک بللی او ويلي يې دي، کله چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د نورو ګډو امنيتي لومړيتوبونو خبره کېږي، امريکا له پاکستان سره په منظمه اړيکه کې ده.

د پاکستان پوځ پرون د افغانستان د پکتيکا او خوست ولايتونو ځينې سيمې بمبار کړې.

طالبان وايي، چې په دې بريدونو کې اته ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

دې ډلې د پاکستان بريدونه د افغانستان پر حريم تېری بللی او غندلی يې دي.

د طالبانو دفاع وزارت واييؤ چې د پاکستان بريدونو ته په غبرګون کې يې پر ډيورنډ کرښه د پاکستان پر نظامي مرکزونو بريدونه کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شاژدافير هم احضار کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې د دې هيواد د بريدونو اصلي موخه له حافظ ګل بهادر ډلې سره تړلي «ترهګر» وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې دې هيواد د وروستيو دوو کلونو پر مهال په افغانستان کې د تحريک طالبان په ګډون د ترهګرو ډلو د حضور په اړه خپلې جدي انديښنې طالبانو سره شريکې کړې دي.

دې وزارت زياته کړې: «دا ترهګر د پاکستان د امنيت لپاره جدي انديښنې دي او په دوامداره توګه يې په پاکستان کې د بريدونو کولو لپاره د افغانستان له خاورې استفاده کړې ده.»

همدا راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دې هيواد بيا – بيا له طالبانو غوښتي چې ملموس او اغېزناک اقدامات دې ترسره کړي تر څو افغانستان د پاکستان پر خلاف د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي، تحريک طالبان پاکستان ته دې پناه نه ورکوي او د دې ډلې رهبري دې پاکستان ته وسپاري.

دې وزارت زياته کړې: «خو له دې سره-سره په افغانستان کې د واکمنو (طالبانو) ترمنځ ځيني عناصر په فعاله توګه د تحريک طالبان پاکستان ملاتړ کوي او له هغوی د پاکستان پر خلاف د نيابتي [ځواک] په توګه ګټه اخلي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه