د پاکستان هوایي بریدونو ته غبرګون؛ طالبانو «د فرضي کرښې» په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه کړي

اطلاعات روز: په پکتيا ولايت کې ځايي سرچينې وايي، چې د دې ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ کې «فرضي کرښې» ته څېرمه  په «خرلاڅي» سيمه کې د طالبانو له خوا پر پاکستاني پوستو د توپچي بريدونه شوي چې وروسته مقابل لوري هم ځوابي برید ترسره کړی دی.

په ډنډ پټان ولسوالۍ کې يوې ځايي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې ياد شي اطلاعات روز ته وويل، چې نښته نن (دوشنبه، ۲۸ د کب) سهار ۱۰:۰۰ بجې پېل چې په کې د طالبانو د توغول شويو مرميو له کبله له کرښې پورې غاړه يو کور او د پاکستاني پوځ يوه امنيتي پوسته په نښه شوې.

د دغه نښتې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو پاکستانۍ رسنۍ ډان راپور ورکړی چې د افغان طالبانو په بریدونو کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

ډنډ پټان کې بیا سرچينې وایي، چې طالبانو د پټان په ګمرک ساحه کې توپچي او تازه دمي سرتيري هم ځای پر ځای کړي دي.

تر اوسه لا نه ده معلومه چې په سيمه کې نښته درېدلې او که لاهم دوام لري.

له پکتيا ور هاخوا د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې هم د پاکستان او طالبانو د پوله ساتونکو ځواکونو ترمنځ د نښتې راپورونه ورکړل شوي، خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو دفاع وزارت نن سهار د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دوی د تېرې شپې د هوايي بمباريو په غبرګون کې د پاکستاني پوځ نظامي مرکزونه تر بريدونو لاندې راوستي، خو د مرګ، ژوبلې په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د دواړو غاړو ترمنځ دغه جګړه داسې مهال رامنځته کېږي چې تېره شپه شاوخوا درې بجې د پاکستان جیټ الوتکو د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په «لمن مرغه» او د خوست سپېرې ولسوالۍ په «افغان دوبۍ» سيمو هوايي بريدونه وکړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په دغه بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه