د کب ۲۷مه د خبریالانو ملي ورځ؛ ننګرهار کې خبریالان له ګڼو ستونزو شکایت کوي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د کب ٢٧مه له ١٣٩٢ کال راهیسې د افغان خبریالانو د ملي ورځې په نوم نومول شوې.

د همدې ورځې په مناسبت ننګرهار کې خبریالان وایي، د کار پر وړاندې یې محدودیتونه زیات او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په دغه ولایت کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریال چې د امنیتي ستونزو له امله یې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، د تیر حکومت له نسکوریدو وروسته او واک ته د طالبانو په رسیدو اطلاعاتو ته د لاسرسي پر حق محدودیت، له خبریالانو سره د طالبانو ناسم چلند، اقتصادي او یو شمېر نورو ستونزو خبریالان په مسلکي برخه کې د کار له دوام څخه زړه توري کړي دي.

نوموړی زیاتوي، په دغه ولایت کې خبریالان د طالبانو له لوري ګواښل شوي او حتا د زنداني کیدو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

هغه زیاتوي: «خبریالان له زیاتو ستونزو سره مخ دي، له یوې خوا پرې طالبانو د کار کړۍ راتنګه کړې او له بلې اقتصادي ستونزې هغه څه دي چې خبریالان یې له کړاوو سره مخ کړي. دغه راز طالبانو تولو خبریالانو ته ویلي که د دوی خلاف څه خپاره کړي نو زنداني به شي.»

نوموړی د طالبانو له لوري د رسنیو لپاره د قانون او د مشخصې پالېسۍ نشتون هغه ستونزه ګڼي چې له کبله یې خبریالان ډیر کله د راپور په جوړولو کې حیران وي.

د هغه په خبره له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې لسګونه خبریالان د طالبانو له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او ځینې خبریالان لاهم د طالبانو په بندخونو کې دي.

د نیاز محمد په نامه یو بل خبریال چې دنده یې له لاسه ورکړې له اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ څخه شکایت کوي او خپل راتلونکي ته اندېښمن دی.

نوموړی زیاتوي، هغه خبریالان چې دا مهال رسنیو کې کار کوي کاري چاپېریال کې له محدودیتونو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د هغه په خبره نه یوازې دی بلکې ګڼ شمیر نور داسې خبریالان هم پېژني چې اقتصادي ستونزې یې ډېرې او ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

نوموړی دغه راز وایي، زیاتره خبریالانو د اقتصادي ستونزو او بې کارۍ له امله د خپل مسلک پر ځای نور کسبونو ته مخه کړې.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره نه یوازې نارینه بلکې ښځینه خبریالانې هم په بېلابېلو رسنیو کې له ډېرو ننګونو سره مخ شوي.

په ننګرهار کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریاله چې ځان د ندا (مستعار) په نوم معرفي کوي وایي، په وخت د معاشونو او امتیازاتو نه ورکول او کمښت، د طالبانو سانسور، کاري محدودیتونه په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو او کارکوونکو پر وړاندې تر ټولو مهمې ننګونې دي.

ندا وویل: «د طالبانو حکومت چې راغلی زیاتره ښځینه خبریالانو هم دندې له لاسه ورکړي او پاتې یې د کم معاش په بدل کې کار کوي، ستونزې ډیرې دي کاري محدودیت شته، لکه څرنګه چې نارینه خبریال ته طالبان معلومات ورکوي ښځینه وو خبریالانو ته اطلاعات نه ورکوي او ګڼې نورې ستونزې هم موجودې دي چې ښځینه خبریالانې ورسره مخ دي.»

بلخوا طالب چارواکو ویلي، چې رسنۍ دوی ته مهمې دي او دوی ژمن دي چې د خبریالانو ملاتړ وکړي او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

څه موده وړاندې بیا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) د افغان خبریالانو د فعالیتونو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ۹۶ سلنه ښځینه خبریالانو او ۷۰ سلنه نارینه خبریالانو د رسنیو د اقتصادي ستونزو، په هېواد کې د ننګونو او محدودیتونو له امله خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه