اطلاعات روز: په خوست ولايت کې يوه ډله رضاکاره ځوانان راپورته شوي او د يو پراخه کمپاين له لارې ماشومان ښوونځيو ته هڅوي.
د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، يادو ځوانانو له له تېرې يوې اونۍ راهيسې د «هغه ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړئ چې عمر يې پوره کړی وي» تر نوم لاندې دغه کمپاین پېل کړی.
دوی کلي په کلي او کوڅه په کوڅه ګرځي او د ماشومانو له والدينو غوښتنه کوي چې خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي.
د کمپاين ګډون کوونکي ځوانان وايي، له دې کمپاين يې موخه خلکو ته د عامه پوهاوي رسول او له زده کړو محروم ماشومان ښوونځيو کې شاملول دي.
د ياد ولايت د مرکز اوسېدونکي قاري روزي خان اطلاعات روز ته د ځوانانو له دې هڅې په هرکلي سره له خلکو غوښتنه وکړه چې خپل هغه ماشومان چې د ښوونځي عمر يې پوره کړی وي، د تعليمي کال له پېل سره سم په ښوونځيو کې شامل کړي.
نوموړي وويل: «دا ډېر ښه کار دی، هغه پلرونه او والدين چې د عصري زده کړو د ارزښت په اړه پوهاوی نه لري او ماشومان يې ښوونځيو ته نه ځي، نو هغوی ته به په ښه ډول يو مثبت پيغام ورسيږي.»
د خوست ولايت اوسېدونکي چې د عصري علومو کلک ملاتړي دي، د دولتي ښوونځيو ترڅنګ په لسګونه خصوصي لېسو کې هم زرګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، خو د دغه ولايت په لېرې پرتو ولسواليو کې لاهم د اسانتياوو نشتون له امله ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري.
