ننګرهار او لغمان کې ډېری بې وزله کورنۍ د روژه ماتي لپاره هیڅ هم نه لري

اطلاعات روز: روژه که له یوې خوا د برکتونو میاشت ده، خو له بلې خوا یو شمیر بې وزله کورنۍ وایي، چې د اقتصادي ستونزو او خوراکي توکو د بیو د لوړوالي له امله یې څه نه دي پیرلي او روژې په نهاره نیسي.

ننګرهار کې یو کس چې تازه یې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وایي، چې د روژې لپاره هیڅ نه لري او د خدای هیلې ته ناست دی.

نوموړی زیاتوي، د یوې بې وزله کورنۍ مشر دی چې له خپلې میرمنې او نورو اولادنو سره د نیستۍ شپې سبا کوي.

د هغه په وینا: « د خدای پر وحدانیت قسم کوم چې څلورمه روژه ده، کور کې مې ډوډۍ نه ده پخه کړې او له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ او دغه راز ناروغ هم یم، له شتمنو هیوادوالو غوښتنه کوم چې له ما سره مرسته وکړي.»

دغه راز راضیه په لغمان کې یو له هغو کونډو او بې وزله میرمنو څخه ده، چې خاوند یې د تیر حکومت پرمهال د ملي اردو په لېکو کې وژل شوی او اوس مهال د څلورو اولادونو سرپرستي ورترغاړې ده.

نوموړې وایي، د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته له اقتصادی ستونزو سره مخ شوې او اوس یې له همدې امله سوال کولو ته مخه کړې.

هغه زیاتوي، اقتصادي وضعيت یې ورځ تر بلې خرابیږي نو ځکه خو تېرو کلونو په څېر سږ کال د روژې لپاره سم چمتووالی نه لري.

راضیه وویل: «مخکې به مونږ ته د شهیدانو کورنیو په نامه پېسې او دغه راز نورې مرستې کیدې، خو د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا هر څه په مونږ بند شوي. اولادونه مې ډیر کله په نهاره وي، غوښتنه کوو چې مرسته راسره وشي.»

نوموړې وایي، وجدان یې نه مني چې په په بازار کې سوالګري وکړي خو زیاتوي، چې د خپلو کوچنیو اولادونو د نفقې لپاره د خلکو او سوداګرو مرستو ته سترګې په لار ده.

یوازې راضیه نه ده، چې د کور سرپرست یې له لاسه ورکړی او د بې وزلۍ له امله یې روژې ته چمتوالی نه دی نیولی، بلکې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې زرګونه نورې داسې کورنۍ هم شته چې د بې وزلۍ له امله د ژوند له ډیرو خوږو بې برخې او د خلکو د مرستو په تمه وي.

په ورته مهال يو شمېر مېرمنې چې د تېر حکومت پر مهال په دولتي او خصوصي ادارو کې کارکوونکې وې وايي، چې طالبانو له دندو لرې کړې دي، یا یې هم هغه ادارې لغوه اعلان کړي په کومو کې چې دوی کار کاوه.

سلګۍ افغان هغه مېرمن ده، چې د مخکیني حکومت پر مهال یې په یوې دولتي اداره کې دنده درلوده. نوموړې وایي، طالبانو له دې او نورو ډېرو مېرمنو څخه د کار حق اخیستی او په خبره یې د بېکارۍ اواقتصادي ستونزو لوی لامل په خپله طالبان دي.

هغې زیاته کړه، په دا دومره وخت کې یې چې کار کاوه د خپلو اولادونو لګښتونه یې برابرول، خو اوس د ډوډۍ پیدا کولو اجازه هم نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په رامنځته کیدو سره بې روزګاري زیاته شوې او دا حالت خلک اندیښمن کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه