اطلاعات روز: په ننګرهار کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې په سر په شخړه کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
له سيمې يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې دا پېښه نن (جمعه، ٢٥ د کب) ماښام تر روژه ماتي وروسته د دره نور ولسوالۍ اړوند «املې» کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وينا، په دې نښته کې د يوه طرف درې تنه وژل شوي او د مقابلې کورنۍ دوه تنه ټپیان دي.
ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې تر دې مهاله د پیښې په تړاو څوک نه دې نیول شوي.
په ننګرهار کې وړاندې هم د ملکیتونو پر سر لانجې په وسلوالو نښتو اوښتې چې مرګ ژوبلې يې هم لرلې دي.
