اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په یوولس ولسوالیو کې یې د بېلابېلو ناروغیو ضد واکسین کمپاین پېل کړی دی.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر حکم خان ګلابزی وايي، چې دا کمپاین تېره ورځ (چهارشنبه،٢٣ د کب) په جلال اباد، بهسودو، سره رود، خوږیاڼو، کوټ، بټي کوټ، غني خیل، مومندرې، اچین، دور بابا او نازیانو ولسوالیو کې پېل او تر راتلونکو څو ورځو به دوام ولري.
د نوموړي په وینا، د واکسین دغه کمپاین کې به له پنځه کلنۍ کمعمره ماشومان لس ډوله واکسین شي، چې په کې شری، سینه بغل، توبرکلوز، نس ناسی او نور شامل دي.
ګلابزي وویل: «په مرکز جلال اباد او یوولس ولسوالیو کې د بېلابېلو واکسینونو د تطبیق تقویتي کمپاین پېل شو، یاد کمپاین د ۴۹ ټیمونه پرمټ کلي په کلي تطبیقیږي.»
د هغه په وینا، د دې کمپاین څخه یې موخه د روټین واکسینونو تقویه او د ۵ کالو څخه کم عمره ماشومانو د ساري ناروغیو څخه مخنیوی او د هغوی پر وړاندې یې د معافیت قوي کول دي.
ننګرهار کې د مختلفو ناروغیو واکسین دغه کمپاین داسې مهال پېلېږي چې روان کال نه یوازې په دغه ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوي، بلکې په ننګرهار د شري او نورو ناروغیو د زیاتوالي راپورونه هم ورکول شوي دي.
