اطلاعات روز: طبيعي پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي چې په هيواد کې د روانې لمريزې مياشتې له لومړۍ څخه تر دوه ويشتمې پورې باران او سړې هوا ۶۰ تنه مړه کړي دي.
د دې وزارت وياند جانان سايق نن (چهارشنبه، ۲۳ د کب) د يوه ويډيويي پيغام په خپرولو سره ويلي چې په دې موده کې ۲۳ تنه نور ژوبل هم دي.
دی همدا راز وايي چې په دې موده کې د ورښتونو له وجې زر او ۶۴۵ کورونه په کلي يا هم په جزي توګه ويجاړ شوي دي.
طبيعي پېښو ته د رسيدنې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وياند زياته کړې چې په دې موده کې ۱۷ زره او ۹۱۱ څاروي هم تلف شوي دي.
دی وايي چې دې وزارت په دې موده کې د نړيوالو مرستندويو بنسټونو په همکارۍ له ۲۲۰ زره او ۴۱۵ کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدي مرسته کړې.
د روانې لمريزې مياشتې پر مهال د هيواد پر بېلابېلو ولايتونو څو ځله واورې او بارانونه وشول.
دې ورښتونو هوا سړه کړه او د بېلابېلو ولايتونو تر منځ يې مواصلاتي لارې هم وتړلې.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید