اطلاعات روز: د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانو یو ورځنیو لوبو وروستۍ سیالۍ نن ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې افغان لوبغاړو د یادې لوبې لپاره خپل تمرینات کړي او لوبه نن (سې شنبه، ۲۲ د کب) د کابل پر وخت مازدیګر ۰۴:۰۰ بجې پېلیږي.
دغه لوبه د افغانستان په کوربتوب د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د یادو پنځوس اوریزو لوبو لومړۍ سیالۍ افغانستان ګټلې، خو دویمه هغه یې د باران له امله لغوه شوه وه.
یادې لوبډلې به تر یو ورځنيو لوبو وروسته درې شل اووریزې لوبې هم ترسره کړي.
