افغانستان کې د کرونا واکسین پلي کولو لړۍ نن پیل شوه

اطلاعات روز: افغانستان کې د کرونا واکسین پلي کولو لړۍ نن (سه شنبه، ۵ د کب) د روغتیایي او رسنیو کارکوونکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په ورکولو پیل شوه.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د حکومت لوړپوړو چارواکو، د هند سفارت استازو، د ملي شورا استازو او د روغتیا وزارت چارواکو ګډون کړی و، دغه لړۍ په عملي توګه پیل شوه.

د کرونا واکسین دغه جوپه چې ۵۰۰ زره دوزه دی، څه موده وړاندې هند هېواد له افغانستان سره مرسته کړې وه.

کرونا واکسین لومړی د روغتیایي او رسنیو کارکوونکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تطبیق شو.

په دې غونډه کې د هېواد عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وزیر وحید مجروح وویل، افغانستان له هغو محدودو هېوادونو دی چې د کرونا واکسین پلي کولو لړۍ پیلوي. ښاغلي مجروح په خپلو خبرو کې وویل چې دغه لړۍ به لومړی د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د روغتیا او رسنۍ کارکوونکو ته په تطبیق پیل شي.

د عامې روغتیا چارسمبالی وزیر وحید مجروح

په دې غونډه کې چې کابل کې د هند هېواد سفیر رودرندرا تاندون هم ګډون کړی و په خپلو خبرو کې وویل، کرونا ویروس له دویم نړیوال جنګ وروسته نړیوال سیسټم ډېر زیانمن کړ.

د ده په وینا که څه هم دغه ویروس هند له اقتصادي رکود سره مخ او له خلکو یې ورته قرباني واخیسته، خو په وینا یې دغه هېواد اوس د کرونا واکسین یو له لویو تولیدوونکو هېوادونو دی چې یوازې له نورو هېوادونو سره یې ۲۳ میلیونه دوزه واکسین مرسته کړې.

د هند سفیر وویل، دوی به له افغانستان سره به له نږدې کار او د دې ویروس پر وړاندې به په ګډه مبارزه وکړي.

د هند هېواد سفیر رودرندرا تاندون

په دې غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان یو له هغو محدودو هېوادونو دی چې دغه واکسین یې ترلاسه او پلی کوي. د ده په وینا، تر اوسه ۱۷۲ هېوادونو دغه واکسین نه دی ترلاسه کړی خو د افغان حکومت د سم مدیریت له امله افغانستان دغه واکسین ترلاسه کړ.

هغه له هند هېواده مننه وکړه او ویې ویل چې د هند دا مرسته د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو ښکارندویي کوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل تراوسه ۱۷۲ هېوادونو کرونا واکسین نه دی ترلاسه کړی.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې کرونا ویروس سره د حکومت مبارزې برخه کې وویل چې له لومړۍ تر دویمې څپې پورې یې تر ۴۰ غونډې کړي او په همدې موده کې یې تر ۹۰ سلنه خلکو ته د ملي دسترخوان له لارې خواړه رسولي چې د ده په وینا، دا د هېواد په تاریخ کې کمسارې مرسته ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه