اطلاعات روز: له نېمې پېړۍ زیات وخت مخکې را دود شوې دودیزه د نارنج ګل مشاعره هر کال د پسرلي په درشل کې ترسره کېږي چې پرون یې ننګرهار کوربه و.
مشاعره د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ کې جوړه شوې وه، چې تېره ورځ (جمعه، ١٨ د کب) له ماسپښین ورورسته پېل او تر شپې ناوخته وغزېدله.
د مشاعرې په پېل کې د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري ساجد خوږیاڼي وویل، دا دوديزه ملي مشاعره د ولس او شاعرانو يوځای کېدو او په ځانګړي توګه د شعر مينوالو ته د تفریح لپاره ډېره ګټوره ده.
هغه زياته کړه، مشاعرې ته د هېواد د نوموتو شاعرانو سربېره د کوزې پښتونخوا يو شمېر شاعران هم را دعوت شوي او شاعرانو ته وخت ورکړل شوی چې د اسلام او ملي ګټو په رڼا کې له سانسور پرته خپل شعرونه خلکو ته وړاندې کړي.
په دې مشاعره کې شاعرانو خپل غزلونه، نظمونه او بېلابېلې ادبې ټوټې د شعر او ادب مینوالو ته وړاندې کړې، چې ګډونوالو په خپلو شعرونو کې بېلابېل پيغامونه رانغاړلي وو.
دغه راز په مشاعره کې، یو شمېر شاعرانو ترنمونه هم وکړل چې د مشاعرې د ګډونوالو له تودو ولولو سره بدرګه شول.
له کوزې پښتونخوا څخه راغلی شاعر منیر بونیری د نارنج ګل مشاعره یوه تاریخي او ارزښت لرونکې مشاعره یادوي او وایي، چې دا مشاعر په ډېره ښه فضا کې جوړه شوې وه.
نوموړی دغه راز یاده مشاعره د ولس د یوالي او د دوی غږ رسولو لپاره هم مهمه بولي.
د نارنج ګل د مشاعرې په څېر په نورو ولایتونو کې هم ورته مشاعرې جوړیږي، چې دخوست چنار، د زابل د بادام ګل، د مېدان وردګو د مڼې ګل، په شمالي ولایتونو کې د ریدي ګل، په کندهار کې د انارګل او د کونړ سېند هغه یې ډيرې مشهورې دي.
