د پاکستان استازی: امنيت شورا دې له ټي ټي پي سره د طالبانو د اړيکو د پرې کېدو غوښتنه وکړي

Photo: via Permanent Mission of Pakistan to the UN on X

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي منير اکرم د دې سازمان له امنيت شورا غوښتي چې له طالبانو دې وغواړي چې د پاکستاني طالبانو تخریک (ټي ټي پي) او ورسره تړلو ډلو سره اړيکې پرې کړي او د پاکستان پر خاوره دې د دې ډلې د بريدونو مخه ونيول شي.

د پاکستان استازي دا څرګندونې تېره شپه (چهارشنبه، ۱۶ د کب) د کابل پر وخت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وکړې.

ده همدا راز له ملګرو ملتونو وغوښتل چې تجهيزاتو او پرمختللو وسلو ته د پاکستاني تحريک طالبانو د لاسرسي د څرنګوالي او د مالي سرچينو د پيژندنې په تړاو څېړنې وکړي چې د ۵۰ زره جنګياليو په ساتنه او تروريستي عملياتو په ترسره کولو کې ورسره مرسته کوي.

د پاکستان استازي ټينګار وکړ چې له طالبانو سره د تعامل لپاره په هره راتلونکې جوړېدونکې تګلاره کې بايد له تروريزم سره مبارزه تر ټولو لومړی لومړيتوب وي.

ده خبرداری ورکړ چې که نړيواله ټولنه د پاکستاني طالبانو تحريک مهار نه کړي، دا ډله چې د القاعدې او يو شمېر دولتي ملاتړو له لوري حمايه کېږي، ښايي په يوه نړيوال تروريستي ګواښ بدل شي.

پاکستان تر دې وړاندې هم بیا – بيا له طالبانو غوښتي چې له ټي ټي پي سره دې خپلې اړيکې پرې کړي او له افغانستان څخه د پاکستان پر خاوره دې د دې ډلې د بريدونو مخه ونيسي.

خو، طالبان دا ادعا ردوي او وايي، چې هيڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هيواد پر ضد وکاروي.

له طالبانو سره د صبورانه تعامل غوښتنه

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د چين او روسيې استازو له طالبانو سره د «رغنده او صبورانه تعامل» غوښتنه کړې.

په ملګرو ملتونو کې د چين استازي ګنګ شوان په دې غونډه کې وويل، چې له طالبانو سره صبورانه تعامل پر نړۍ د دې ډلې باور زياتوي.

ده د «باور جوړونې» لپاره غوښتنه وکړه چې پر طالبانو لګېدلي بنديزونه دې اصلاح او د دې ډلې پر غړو د سفر لګېدلی ممنوعيت دې ختم شي.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې د دايمي استازي مرستيالې آنا اوستیګنیوا په دې غونډه کې وويل، چې په افغانستان کې شته ننګونې له طالبانو سره له رغنده تعامل پرته د حل وړ نه دي.

دې وويل ،چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هيلو بر خلاف په افغانستان کې کورنۍ جګړه پېل نشوه او زياته يې کړه چې د داعش په څېر ترهګرو ډلو د امريکايي او بهرنيو ځواکونو د شتون پر مهال په دې هيواد کې خپل حضور زيات کړی دی.

روسيې او چين پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې له دې ډلې سره د پراخ تعامل غوښتنه کړې.

چين لومړنی او يوازينی هيواد دی چې د طالبانو سفير يې رسما منلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه