اطلاعات روز: د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد کې د مارچ اتمې یعنې د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ درې ورځنی انځوريز نندارتون جوړ شوی.
د نندارتون یوه تنظیموونکې انیسه هاشمي وایي، د دغه انځوریز نندارتون پرانیسته تېره شپه (چهارشنبه، ۱۶ د کب) د اسلام اباد اړوند د هنرونو په مرکز کې وشوه او تر درې ورځو به دوام وکړي.
نوموړې زیاتوي، چې په دې نندارتون کې د پاکستان له مختلفو سیمو د میرمنو او نارینه وو په لاس جوړ شوي، بېلابېل انځورونه او نقاشۍ نندارې ته ايښودل شوي دي.
هاشمي زیاته کړه: «دا نندارتون د ښځو نړیوالې ورځې په ویاړ دی او دلته د پاکستان مختلفو سیمو نارینه او ښځینه وو په لاس جوړ شوي انځورونه او نقاشیانې نندارې ته وړاندې کړې، موخه یې د ښځو پر وړاندې د ټولنې د ذهنیت مثبت جوړول دي.»
نوموړې زیاتوي، له نندارتون جوړولو یې موخه په هېواد کې د ښځو حقونو ته پاملرنه، عدالت غوښتنه، د میرمنو پر وړاندې کرکې او تعصب ختمول او دغه راز د ناوړه دودونه له منځه وړل دي.
نندارتون ته عام خلک هم ورغلي د ښځو په اړه پيغامونه لولي او د میرمنو په لاس د کښل شوو انځورونو لیدنه کوي.
ښځینه رسامه شازیه چې پنجاب څخه دې نندارتون ته راغلې وایي، ښایې ډیرو ته دا تکراري وي، خو بیا هم د خلکو د ذهنیت جوړولو تر ټولو اغیزمنه لاره ده.
شازیه زیاتوي: «مونږ خوشاله یو چې د ښځو لپاره دا ډول نندارتو جوړیږي، په زیاتو انځورونو د ښځو ژوند په ښه ډول رسامي شوی او دغه راز پر خلکو یې اغیز هم زیات دی.»
یاد نندارتون داسې مهال جوړیږي، چې سبا جمعه (۱۸ د کب) چې د مارچ د اتمې نیټې سره سمون خوري د ښځو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
یاده ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي، چې موخه یې د ښځو پر وړاندې د تبعیض ختمول، برابروالی او د دوی حقونو ته د خلکو پام اړونه ده.

