اطلاعات روز: په هلمند کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي چې د وروستيو ورښتونو له امله ۷ تنه مړه شوي او د مرکز لښکرګاه په شمول په ګڼو ولسواليو کې خلګو ته پراخ مالي زيانونه اوښتي دي.
د طالبانو له خپرې کړې اعلاميې سره سم، څلور تنه په ناوې ولسوالۍ کې د چت پرېوتلو له امله مړه شوي، همدا راز دوه تنه په کجکي او يو بل تن په نوزاد کې د ورښتونو له امله مړه شوي دي.
له اعلاميې سره سم، يو تن ژوبل هم دی.
د هلمند د امنيې قومندانۍ د رسنيو د دفتر په وينا، د ورښتونو له امله د دې ولايت د مرکز په ګډون په باغران، سنګین، مارجې، باباجي، ناوې، کجکي، موسی کلا او واشېر ولسوالیو د ۸۹ څارويو د مړه کېدو تر څنګ د خلګو دوه سوه او ۱۲ کورونه هم زيانمن شوي دي.
په دې وروستيو کې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې د واورې او باران ورېدو خلګو ته پراخ مالي تلفات اړولي.
له پېښو سره د طالبانو د مبارزې ادارې ويلي چې د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو ورښتونو له امله ۳۹ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۴ زره څاروي هم له منځه تللي دي.
په عين مهال کې په هلمند کې د ورښتونو له امله زيانمن وګړي د طالبانو له حکومت او موسیساتو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي او وايي چې تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې.
