د ملګرو ملتونو عمومي منشي: طالبان د حکومتولۍ د مهمو مسايلو پر سر خپلمنځي اختلاف لري

Photo by Eric Bridiers

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتريش په خپل تازه راپور کې ويلي، چې طالبان په افغانستان کې تر دوه نيم کلنې واکمنۍ وروسته د حکومتولۍ پر مهمو موضوعاتو زيات خپلمنځي اختلاف لري.

د ګوتريش درې مياشتنی راپور چې نن (چهارشنبه، ۱۶ د کب) خپور شوی، په کې راغلي چې طالبان پر نشه‌يي توکو د بنديز د فرمان په ګډون يو لړ اختلافات لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي، چې د جوړښتونو د پراختيا او د تصميم نيونې په بهيرونو کې د طالبانو له لوري هيڅ ډول پرمختګ نه دی شوی او هغه کسان پر دندو ګمارل کېږي چې د دې ډلې رهبرۍ ته نږدې وي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې راغلي چې د دې راپور په دوره کې طالب چارواکي تر ډېره حده په کندهار او بدخشان ولايتونو کې د ولايتونو او ولسواليو په سطح ځای پر ځای شوي دي.

دې راپور زياته کړې، چې په بدخشان کې ټاکنې له دې امله شوي چې د دې ډلې يو شمېر چارواکو د تارياکو د ممنوعيت فرمان نه مانه.

د بشري حقونو وضعيت

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل راپور کې ويلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو لګول شوي بنديزونه پر خپل ځای دي او په ځينو سيمو کې شديد شوي هم دي.

په دې راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۳ کال له وروستيو راهيسې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر د کابل ښار په يو شمېر سيمو او باميان، بغلان، بلخ، دايکندي، غزني او سمنګان ولايتونو کې ښځې او نجونې په دې خاطر نيولي او يا يې ورته اخطار ورکړی چې د دې ډلې له لارښوونو سره سم جامه يې نه وه اغوستې.

د راپور پر اساس، په دې لړ کې له کابل ښار څخه ګڼ شمېر ښځې نيول شوې او د يو څو ساعتونو لپاره بنديانې وې.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې د بند پر مهال له ښځو سره د بد چلند او د ازادېدو په مقابل کې له هغو د پيسو د غوښتنې په تړاو ويلي، چې يوناما له دې ادعاوو څخه يو مورد مستند کړی دی.

د ګوتريش په راپور کې راغلي چې طالبان لاهم په عام محضر کې افراد مجازات کوي او هغه کسان هم په دُرو وهي چې له دې مجازاتو څخه عکس او يا هم فلم اخلي.

همدا راز نوموړي په دې راپور کې د پخواني حکومت د نظاميانو او چارواکو د غير قانوني وژنو او نيونو دوام ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي چې د دې راپور د دورې پر مهال يوناما د افغانستان د پخوانيو نظاميانو او چارواکو د غير قانوني وژنو پنځه او د نيونو اووه پېښې مستندې کړې دي.

د ده په وينا، همدا راز يوناما د قتل دوې پېښې، ۱۷ خپلسرې نيونې او د «افغانستان له ملي مقاومت جبهې» او داعش سره د تړاو په تور د افرادو د شکنجې دوې پېښې ثبت کړې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي، چې خبريالان او مدني فعالان لاهم د خپلو فعاليتونو د ترسره کولو په لړ کې له پام وړ خطرونو سره مخ دي.

ده په دايکندي کې د «نسيم راډيو» د پخواني مسوول مدير سلطان علي جوادي لپاره د يوه کلن زندان پرېکړې او د ښځينه حقونو د فعالې منيژه صديقي بند ته اشاره کړې ده.

امنيت

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل راپور کې ويلي، چې د راپور د دریو مياشتو پر مهال په افغانستان کې له امنيت سره تړلې پېښې د تېر کال د همدې وخت په پرتله ۳۸ سلنه زياتې شوې دي.

د دې راپور پر اساس، ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ د نوامبر له لومړۍ بيا د ۲۰۲۴ د جنورۍ تر ۱۰مې يو زر او ۵۰۸ امنيتي پېښې ثبت کړې دي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې وخت کې يې يو زر او ۹۰ پېښې ثبت کړې وې.

په دې راپور کې راغلي چې په دې لړ کې ۲۶۳ پېښې په مرکزي سيمو او ۲۴۷ پېښې د هيواد په شمال ختيځ کې شوې دي.

د دې راپور پر اساس، له دې پېښو څخه ۲۶۳ يې د نشه‌يي توکو د هغو پلورونکو له نيونې سره اړه لري چې په کمه کچه دا توکي پلوري.

په دې راپور کې راغلي چې په دې موده کې د وسله والو شخړو کچه د تېر کال کچې ته ورته وه او له ۶۱ پېښو څخه ۶۰ ته کمې شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل راپور کې ويلي، چې د طالبانو وسله وال مخالفين لاهم د سيمو د کنټرول په برخه کې دې ډلې ته کومه ننګونه نه ده؛ خو د هغوی د وړتياوو ارزول سخت دي.

ګوتريش زياته کړې، چې د طالبانو د مخالفينو له لوري د دې ډلې پر خلاف زيات بريدونه د تاييد وړ نه دي.

د ده په وينا، د «افغانستان د ازادۍ جبهې» د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ څخه د ۲۰۲۴ کال د جنوري تر ۱۰مې پورې د طالبانو پر خلاف لږ تر لږه ۲۴ بريدونه کړي دي.

ده زياته کړې چې دې جبهې خپل فعاليتونه له کليوالو سيمو ښاري سيمو ته بدل کړي او په دې لړ کې يې څلور بريدونه په کابل، څلور بريدونه د بغلان ولايت په پل خمري ښار، يو بريد په کندهار، يو بريد سمنګان په ايبک ښار او يو بريد د بلخ په مزار شريف ښار کې ترسره کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د فعاليت په اړه راغلي چې د دې جبهې ډېر تمرکز پر پروان ولايت و او په پنجشېر کې يې هيڅ ډول بريد نه دی ترسره کړی. په دې راپور کې د دې جبهې د ترسره شويو بريدونو شمېر نه دی ياد شوی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي، چې د طالبانو د نورو مخالفو وسله والو ډلو له لوري هيڅ ډول بريدونه نه دي شوي.

ټاکل شوې، چې د ګوتريش دا راپور د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې ته چې نن ترسره کېږي، وړاندې شي. په دې غونډه کې د يوناما فعاليت هم ارزول کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه