طالبانو هلمند کې د ملي امنیت اته تنه پخواني کارکوونکي نیولي

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې د طالبانو استخباراتو په دې ولایت کې د اغا لالي په نوم د تېر نظام د ملي امنیت یو مدیر او ۷ تنه کارکوونکي نیولي دي.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې د طالبانو استخبازاتو تېره ورځ (یکشنبه، ۱۳ د کب) د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د اغا لالي په کور چاپه وهلې او هغه یې نیولی دی.

سرچینه زیاتوي، اغا لالي په تېر نظام کې د لښکرګاه د ملي امنیت ریاست کې د ښاري مدیر په توګه دنده ترسره کوله، چې د طالبانو له راتګ وروسته په کور ناست او د دې ښار لومړۍ ناحیې اړوند د خپل کور مخې ته یې د خوراکي توکو پلورنځی جوړ کړی و.

د سرچینې په خبره، طالبانو د یاد مدیر د نیولو ترڅنګ د هغه له کور څخه یو شمیر اسنادونه هم وړي دي.

هلمند کې د طالبانو استخباراتو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې تېره ورځ د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو شمیر وسلې نیول شوي وې، چې په همدې تور بیا اغا لالی نیول شوی دی.

ورته مهال هلمند کې یو شمیر نورې سرچینې خبر ورکوي، چې د طالبانو استخباراتو دغلته له بیلابېلو سیمو د پخواني حکومت د ملي امنیت اووه تنه نور کارکوونکي نیولي دي.

سرچینو د نیول شویو کسانو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د عمومي عفوې سره سره افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام په سلګونو نظامي او ملکي کارکوونکي نیول شوي، بندیان شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه