ننګرهار کې د پوستکي پر یوې تازه ناروغۍ ګڼ شمیر کسان اخته شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار د بهسودو، ښېوې او کامې ولسوالیو یو شمیر اوسیدونکي وایي، په دې وروستیو کې د پوستکي خارښت یو ډول ناروغۍ خپره شوې چې زیات شمېر خلک ترې کړیږي او درملنه یې هم وخت نیسي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی تواب خان چې د پوستکي خارښت ناروغۍ باندې اخته شوی وايي، چې لومړی پر پوستکی یو ډول وړې دانې راښکاره کېږي، ورپسې سخت خارښت او سوی هم کوي.

تواب خان زیاته کړه: «دا داسې نامعلومه ناروغۍ ده او دوه میاشتې کېږی چې خلکو کې راښکاره شوې، لومړی بدن خارخ کوي او بیا ورځ تربلې دا ښارښت زیاتیږي چې لاسونه، پښې، شاه، ورمیږ او د بدن نورې برخې نیسي، له روغتیایي چارواکو غوښتنه کوو چې د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره زمونږ درملنه وکړي.»

د کامې ولسوالۍ اوسیدونکی سرور خان هم له ورته ناروغۍ شکایت کوي او وایي، یاده ساری ناروغۍ د خپریدو په حال کې ده چې زیاتره پرې ښځې او ماشومان اخته شوي دي.

د هغه په خبره پر یادې ناروغۍ یې د کورنۍ له شپږو غړو څلور تنه اخته شوي دي.

نوموړی د یادې ناروغۍ علایم د بدن مختلفو برخو سوروالی او د شپې لخوا زیات خارښت یادوي.

د هغه په وینا څو ځلي یې د کامې روغتون ته هم د یادې ناروغۍ د درملنې په موخه مراجعه کړې، خو ډاکټرانو ورته ویلي چې دوی یې د یادې ناروغۍ د تداوۍ درمل نه لري.

نوموړی اندیښنه لري او وایي، که دا ناروغۍ ژر کنټرول نه شي نو ویره شته چې د دغه ولایت نورو سیمو ته به هم خپره شي.

هغه په دغه ولایت کې د طالبانو پر روغتیایي چارواکو هم نیوکه کوي او وایي، تر اوسه یې د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره هیڅ تدابیر نه دي نیولي.

بلخوا د پوستکي ناروغیو یو شمېر ډاکټران وايي، د پوستکي خارښت ناروغۍ علتونه موسمي بدلون او دغه راز سږکال په لویه کچه له پاکستان څخه هیواد ته د کډوالو راستنول یادوي او په خبر یې د راستنو شویو کډوالو په راتګ سره یاده ناروغي پیدا شوې ده.

د پوستکي ناروغیو متخصص ډاکټر مطیع الله الهام وايي، دا ساري ناروغۍ ده او له کورنیو غوښتنه کوي چې ناروغ کس له نورو یوازې کړي او پر وخت یې درملنه وکړي.

ورته مهال د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف وايي، له ځینو ولسوالیو یې د دې ناروغۍ راپورونه ترلاسه کړي او په همدې موخه یې هغه سیمو ته ګرځنده روغتیایي ټیمونه هم استولي، چې په کې د پوستکي ناروغۍ خپره شوې.

د نوموړي په وینا ډېر کله د پوستکي ځینې ناروغۍ د موسمونو او تودوخې له بدلون او حساسیت سره تړلې وي او پرې له اخته کسانو غوښتنه کوي چې نږدې روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

له دې څه موده وړاندې د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې د ورته ناروغۍ د چټکې خپریدو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه