اطلاعات روز: له کندهار څخه ځايي سرچينې وايي چې د کندهار ښار اړوند د پنځلسمي حوزې اړوند «سالو خان چمن» سیمه کې نن (پنجشنبه، ۱۰ د کب) د هغه ماشوم جسد موندل شوی چې اته ويشت ورځې وړاندې د خپل کور له مخې ورک شوی و.
ځايي سرچينې د دې هلک نوم «مزمل احمد» ښيي او وايي چې جسد يې د کور مخې ته تر پلچک لاندې موندل شوی دی.
د ماشوم کورنۍ زياتوي چې د باراني اوبو له زياتېدو او راوتلو سره د ماشوم جسد هم راوتلی چې اوبو خراب کړی دی.
د کورنۍ ماشوم زياته کړې چې دا ماشوم اته ويشت ورځې وړاندې د کور تر مخ تېرې شوې ويالې ته لوېدلی و او له هماغه راهيسې ورک و.
