اطلاعات روز: د سپينې ماڼۍ وياند کرین ژان پیر په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه ليک د څلورمې کليزې په مناسبت ويلي، چې دې هوکړې طالبان واک ته ورسول او د افغانستان دولت يې کمزوری کړ.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه ليک د ۲۰۲۰م کال د فبروري پر ۲۹مه د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال لاسليک شو.
د دوحې هوکړه ليک له افغانستانه د امريکايي او بهرنيو ځواکونو وتلو ته زمينه برابره کړه او طالبانو هم له امريکا سره يو لړ ژمنې وکړې او يوه ژمنه يې دا وه چې له تروريستي ډلو په ځانګړې توګه القاعدې سره به اړيکې پرې کوي او د افغانستان له دولت سره به خبرې پېلوي.
له افغانستانه د امريکايي او ناټو ځواکونو د پر شاتګ په پيلېدو طالبانو پرمختګ وکړ او وتوانېدل چې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونيسي.
د سپينې ماڼۍ وياند پرون چهارشنبه (۹ د کب) د دوحې د توافق په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «دې توافق طالبانو ته واک ورکړ، په افغانستان کې يې زموږ شريکان کمزوري کړل او [امريکا] ژمنه وکړه چې خپل ځواکونه به د ولسمشر بايډن تر لوړې څو مياشتې وروسته باسي.»
ده زياته کړې، چې طالبانو د دوحې په توافق کې پر کړيو ژمنو عمل نه دی کړی.
د سپينې ماڼۍ وياند په مشخصه توګه په افغانستان کې د توافق او ټولشموله سياسي سیسټم رامنځته کولو لپاره «له افغانانو سره په معنادارو خبرو» کې د ګډون کولو لپاره د طالبانو تعهد ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې دا تعهد نه دی عملي شوی.
ده ويلي، چې واشنګټن هڅه کوي طالبان خپلو تعهداتو ته ژمن کړي.
