اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د اعدام سزا او د تورنو افرادو بدني تنبيه دې ختمه شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ وياند جرمي لارنس نن (چهارشنبه، ۹ د کب) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې «موږ د تېري اونۍ پر مهال د افغانستان په لوبغالو کې د درو تنو په اعدامېدو هېښ شوي يو.»
ښاغلي لارنس زياته کړې چې پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې د دې ډلې د قضايي سيسټم د تصميم او رهبر د تاييد پر اساس پنځه تنه په عام محضر کې اعدام شوي دي.
ده ويلي: «په عام محضر کې اعدام يا هم ظالمانه مجازات غير انساني او سپکوونکی عمل دی. دا ډول اعدامونه خپلسری ماهيت لري او د نړيوالو مدني او سياسي حقوقو د ميثاق پر اساس چې افغانستان يې هم يو غړی دی، د ژوند له حق سره په تضاد کې دي. دا اعدامونه بايد سمدستي بند کړل شي.»
په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري په لغمان او بلخ ولايتونو کې يو شمېر افراد په درو ووهل شول، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي د عالي کمېشنرۍ وياند په دې تړاو هم غبرګون ښودلی.
ده ويلي: «بدني تنبيه هم د ظالمانه، غير انساني او سپکوونکي چلند يا مجازات يو ډول دی چې د بشري حقونو د نړيوالو قوانينو پر اساس ممنوع دی.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشرنۍ وياند ويلي چې موږ له طالبانو غواړو چې نور هر ډول اعدامونه دې بند کړي او د داسې مجازات د مخنيوي لپاره دې چټک اقدام وکړي.
ده ټينګار کړی چې بدني تنبيه هم بايد ودرول شي او طالبان بايد د هر هغه چا لپاره چې له جنايي تورونو سره مخ کېږي عادلانه لاسرسی تضمين کړي په ځانګړې توګه مدافع وکيل ته.
طالبانو د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د غزني د مرکز په يوه لوبغالي کې د سلګونو «نندارچيانو» په وړاندې دوه تورن کسان اعدام کړل.
ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې د سلګونو نندارچيانو په وړاندې دا افراد پنځه ډزه وويشتل شول.
دې ډلې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د جوزجان ولايت په يوه لوبغالي کې يو بل تورن سړی هم اعدام کړ.
طالبانو تر دې وړاندې په فراه او لغمان ولايتونو کې د اعدام دوې پرېکړې عملي کړې وې.
له دې سره-سره، دې ډلې په ځلونو د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې تورن کسان په درو وهلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) هم ويلي و چې ملګري ملتونه د اعدام د سزا سخت مخالفت کوي او له طالبانو يې غوښتي و چې دا سزاوې بايد ودرول شي.
