د سيمه‌ييزو ارګانونو اداره د نارواوو په ډېران اوښتې

لیکوال: محمد ننگیالی

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ولايتونو د همغږۍ رييسې يلدا رويان تازه له خپلې دندې استعفا ورکړې او له دغې استعفا سره يې ګڼ شمېر هغه ثبوتونه خپاره کړي چې ښيي دغه اداره اوس د شميم کټوازي په مستقله اداره بدله شوې ده.

يلدا رويان چې په جنډر او د ښځو په اړه په مطالعاتو کې ماسټري لري، په خپله استعفا کې چې يوه کاپي يې اطلاعات روز ورځپاڼې ته هم رسېدلې، يوولس هغه ټکي ياد کړي دي چې دا يې له خپلې دندې استعفا کولو ته مجبوره کړې ده.

دغه يوولس ټکي د مشت نمونه از خروار پر اساس، د هغو نارواوو کوچنۍ يادونې دي چې د سيمه‌ييزو ارګانونو اداره يې هلته د شميم کټوازي تر ورتګ وروسته د تعصب او بيسوادۍ په ډيران بدله کړې ده.

اغلې رويان د خپلو ټولو ادعاوو لپاره ثبتونه هم لري چې اطلاعات روز ته يې سپارلي او موږ يې کټ مټ دلته خپروو.

د اغلې رويان په استعفا کې ويل شوي، شميم کټوازی په دري ژبه نه پوهېږي او له همدې امله د خپلو هغو کارکوونکو له استعداده هم ناخبره دی چې په دري ژبه خبرې کوي.

دې ليکلي چې په همدې خاطر چې د سيمه‌ييزو ارګانونو د رييس دري نه ده زده او دا په دري خبرې کوي، په ډېرو داسې جلسو کې چې چارې يې د دې د رياست اړوندې وې، برخه نه ده ورکول شوې.

يلدا رويان په دې سربېره وايي، شميم کټوازي او ټيم يې د احمد شاه بابا له نامه هم غلطه ګټه اخيستې او په دروغو يې د خلکو د احساساتو راپارولو او خپل يوه معين د بدنامولو لپاره اوازه خپره کړه چې معين د احمد شاه بابا پر نامه خط کش کړی دی.

دې ليکلي، ټول افغانان احمد شاه بابا د يوه قهرمان په توګه پېژني، خو د شميم کټوازي ټيم حتا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له دغه نامه څخه هم ناوړه ګټه واخيسته.

په سيمه‌ييزو ارګانونو اداره کې د ښځو ځورول، د شخصيت ترور او دسيسې جوړول نور لاملونه دي چې يلدا رويان يې استعفا ته اړه کړې ده او ويلي يې دي چې داسې ښکاري د ادارې رييس هم په دغو جنسي ځورونو خوشحاله دی.

دا وايي، د بهرنيو ډونرانو جلسې يې تنظيم کړې دي، خو شميم کټوازي د خپلې بېسوادي له امله په دغو جلسو کې برخه نه ده اخيستې، ځکه حتا نه يې شوای کولای چې د بهرنيو په جلسو کې د خپلې ادارې په اړه څه ووايي.

دا د لطيفې فرهمند په نامه د يوې هزاره مور خبره هم کوي چې په اولاد ناروغه وه، روغتون ته يې وړې وه او شميم کټوازي له دندې پسې ايسته کړه.

هغه غوښتنپاڼه چې له مخې یې د دې ادارې کارکوونکې لطیفې فرهمند د ناروغۍ له امله رخصتي غوښتې، خو شمیم خان کټوازي له دندې لېرې کړې ده.

د د غې مور څلور اولادونه په يوه وار شوي او په روغتون کې ساتل کېدل، خو شميم کټوازي چې له دندې شړلې، د پيسو د نه شتون له امله يې ماشومان له روغتونه ايستلي او يو يې مړ شوی دی.

د لطيفې فرهمند د منفکي په اړه د سيمه‌ييزو ارګانونو د ادارې د بشري سرچينو د رييس ايمل صالحزي په لاسلیک د رييس جمهور د هداياتو د تعقيب رياست ته د شميم کټوازي په مشوره ناقانونه مکتوب لېږل شوی او په کې ويل شوي دي چې د اغلې فرهمند پر ځای بايد د فضل محمد په نامه يو کس مقرر شي.

هغه مکتوب چې د دې ادارې بشري سرچینو په لاسلیک، د اغلې لطیفې فرهمند پر ځای د فضل محمد په نوم تن د ګمارنې ویل شوي.

اغلې رويان وايي، شميم کټوازي پرته له دې چې مشوره وکړي، په خپل سر د خپل ولايت کسان په رياستونو کې په ناقانونه توګه مقرر کړي دي.

دا د خپلې دغې ادعا لپاره د اسدالله په نامه د يوه کس يادونه کوي چې د دې رياست ته د يوه برحاله پښتون کارکوونکي چې د شميم کټوازي د ولايت نه و، پر ځای ورلېږل شوی، خو دې چې يې مخه نيولې، د شميم د سکرټر له خوا اخطارونه ورکول شوي دي.

د ښاغلي اسدالله د ګمارنې مکتوب
د بها کټوازي او رییسې یلدا رویان د وټس اپ سکرین شاټ
د شمیم خان کټوازي او رییسې یلدا رویان د وټس اپ سکرین شاټ

د دې په خبره، شميم کټوازی نه يوازې له نورو قومونو بلکې له هغو پښتنو سره هم تعصب کوي چې د ده د ولايت نه وي.

دې ويلي، د سيمه‌ييزو ارګانونو د ادارې رييس د بېسواده او بې تجربې هلکانو يوې ډلې محاصره کړی، د معينانو صلاحيتونه يې ورڅخه اخيستي او دغه ډله دومره بې نزاکته دي چې حتا په جلسو کې د ناستې په ادابو نه پوهېږي.

که څه هم يلدا رويان ادعا کړې چې د خپلې هرې خبرې لپاره ثبوت لري او ټول ثبتونه او اسناد يې خپاره کړي هم دي، خو د سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې ويلي دي چې دغه تورونه بې اساسه دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه