اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په یو مکتوب کې له خلکو غوښتي، چې د څارویو او سوداګریو توکو عشر او زکات د دغې ډلې مسوولینو ته وسپاري.
په دغه ترلاسه شوي مکتوب کې راغلي چې دا کار د ملا هبت الله اخوندزاده د صادر شوي فرمان له مخې کوي او د طالب مسوولینو له لوري راټول شوی عشر او زکات به یو ځانګړي بانکي حساب ته جمع کړل شي.
د طالبانو په دې مکتوب کې د هلمند د کرنې ریاست په دې ولایت کې د طالبانو د ولایت مقام څخه غوښتنه کړې، چې د څارویو او سوداګریزو توکو د عشر او زکات په راټولولو کې اړوندې ادارې همغږې او مرسته دې ورسره وکړي.
د ترلاسه شوي مکتوب په اساس هلمند کې د طالبانو د حج اوقافو ریاست څخه غوښتنه شوې، چې د دې ولایت ټولو جوماتونو کې دې د عشر او زکات راټولولو په اړه تبلیغ وکړي، ترڅو ستونزې راپورته نه شي.
دا لومړی ځل دی، چې طالبانو په هلمند کې د عامو خلکو له څارویو او سوداګریزو توکو عشر او زکات د راټولولو په اړه رسمي امر کړی دی.

