اطلاعات روز: د روسيې دفاع وزير سرګي شويګو ويلي چې د مرکزي اسيا په هيوادونو کې له افغانستانه د پېښو ګواښونو له وجې وضعيت لا هم پېچلی دی.
د ټاس خبري اژانس په وينا، شویګو دا څرګندونې نن (سېشنبه، ۸ د کب) د روسيې د دفاع وزارت په غونډه کې کړې دي.
ټاس د شويګو په وينا ليکلي: «په مرکزي اسيا کې وضعيت لا هم پېچلی دی او اصلي ګواښ له افغانستانه پېښ دی.»
له دې راپور سره سم، د روسيې دفاع وزير ويلي چې داعش د تېر کال پر مهال د خپلو جنګياليو ځواک ۱۵ سلنه زيات کړی دی.
ده ويلي چې داعش په مرکزي اسيا کې د راډيکالو افکارو د خپرولو او د جمعي امنيت تړون د سازمان (CSTO) په سويلي پولو کې د ورانکارو فعاليتونو ترسره کولو هڅه کوي.
شويګو ويلي: «د دوی اصلي موخه د راډیکالو نظرياتو خپرول او د جمعي امنيت تړون د سازمان په سويلي پولو کې د ورانکارو فعاليتونو کول دي.»
د روسيې دفاع وزير ويلي چې د مرکزي اسيا هيوادونو ته د نشيي توکو د قاچاق زياتېدلو وړاندوينه هم کېږي.
د روسي چارواکو په اند، د افغانستان شمال د مرکزي اسيا د هيوادونو لپاره ګواښ دی.
تر دې وړاندې د روسيې د امنيت شورا منشي نيکلای پاتروشف هم ويلي و چې په افغانستان کې ۲۰ ترهګر سازمانونه له ۲۳ زره جنګياليو سره مېشت دي.
روسي چارواکي لوېديځ تورنوي چې د جيوپوليټيک موخو لپاره له ترهګرو ډلو استفاده کوي.
خو طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعاليت ردوي او وايي چې د دې هيواد خاوره د هيڅ هيواد لپاره ګواښ نه ده.
