اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یوشیاویانک په دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو د وروستۍ ناستې په اړه ویلي، چې دغه ناستې ونه شو کولای په هغه ډول له طالبانو سره د خبرو زمینه برابره کړي لکه څنګه چې چین او د سیمې هېوادونه غوښتل.
د دوحې غونډه تېره اوونۍ د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹مو نیټو د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب او د هېوادونو د ځانګړو استازو او د افغان مدني فعالانو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.
د چین ځانګړي استازي نن (شنبه، می ۵) پر ایکس په خپله پاڼه دغه ناسته له افغانستان سره د نظرونو د تبادلې، پیاوړي او عملي تعامل لپاره ګټوره ګڼلې ده.
یوشیاویانګ زیاته کړې، چې د دوحې غونډې، لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش وویل، د اندیښنې وړ سیمې تر پوښښ لاندې ونیولې ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان د ترهګرو فعالیتونو د مرکز په توګه نه کارول کېږي او همدارنګه د جامع بنسټونه درلودونکی هم دی.
خو هغه ویلي، چې د دوحې غونډه یو ځل بیا ونه توانیده چې «د افغانستان له موقت حکومت یا دفاکټو سره هغه ډول د خبرو زمینه برابره کړي، لکه څنګه چې چین او د سیمې هېوادونه یې غوښتنه کوله».
دغه چینایي ډیپلوماټ زیاته کړې، چې د دوحې د غونډې له ګڼو ګډونوالو سره یې په خبرو کې له افغانستان سره د لا زیاتو بشري مرستو او په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو لپاره د منځلارې حکومتولۍ او تعلیم غوښتنه کړې.
نوموړي ویلي، چې امریکا باید د افغانستان د بیارغونې، د دغه هېواد د شتمنیو د خلاصون او د یو اړخیزو بندیزونو د لېرې کولو مسوولیت په غاړه واخلي.
د چین استازي ټینګار کړی، چې هېواد یې چمتو دی چې له ملګرو ملتونو او سیمه ییزو شریکانو سره په ځانګړي توګه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې او نورو پلټفارمونو سره د افغانستان د سولې، ثبات، سوکالۍ او بیارغونې په برخه کې د متقابل عمل د پیاوړتیا لپاره لا زیات کار وکړي.
یوشیاویانک په یو بل ټویټ کې اعلان کړی چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پنځمه غونډه به په ترکمنستان کې جوړه شي.
نوموړي په دې لیدنه کې له ترکمن چارواکو سره هم خبرې کړې دي.
خو، تر اوسه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د غونډې نېټه نه ده اعلان شوې.
د چین او ایران په ګډون د سیمې هېوادونه له طالبانو سره پر خبرو ټینګار کوي. روسیه هم له دې دریځ سره موافقه ده.
