اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ ويلي چې په افغانستان کې د جمعي ګټو په اړه د هيوادونو تر منځ قوي اجماع شته. ده له تروريزم سره د مبارزې لپاره د هيوادونو غوښتنې او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو درناوي ته اشاره کړې ده.
ويسټ نن (جمعه، ۴ د کب) پر ايکس د يو لړ پيغامونو له لارې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د هيوادونو د استازو د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته واشنګټن ته د رسېدو خبر ورکړی.
دې امريکايي ډيپلوماټ د دوحې غونډه رغنده بللې او ويلي يې دې چې په دې غونډه کې د افغان وګړو د اقتصادي او اساسي اړتياوو، بشري حقونو ته د درناوي پر ارزښت او د طالبانو په شمول له افغانانو سره د تعامل د دوام پر اړتيا بحث شوی دی.
توماس ويسټ ليکلي: «په افغانستان کې د جمعي ګټو په اړه قوي اجماع شته. هيڅ هيواد نه غواړي چې په افغانستان کې د تروريزم د ګواښ راڅرګندېدل وويني. ټول منځنيو ښوونځيو، پوهنتون، کار او عمومي ژوند ته د ښځو او نجونو د راستنېدو غوښتنه کوي.»
دې امريکايي ډيپلوماټ زياته کړې چې په دوحه کې د افغانستان د اقتصاد په اړه د هيوادونو د استازو په غونډه کې د دې هيواد له خلګو سره څرګنده ژمنه وشوه او د تېر کال پر مهال د مرستې رسونې هڅې هم وارزول شوې.
ده ويلي چې د افغانستان اقتصادي ثبات داسې پرمختيايي تګلارې ته اړتيا لري چې د افغانستان خلګو ته د اقتصادي راتلونکې مالکيت ورکړي.
توماس ويسټ زياته کړې چې زياتو هيوادونو د طالبانو له لوري پر تارياکو ۹۵ سلنه بنديز منلی دی. د ده په وينا، د دوحې په غونډه کې د بديل کښت د را منځ ته کولو او په نشيي توکو د روږدو د درملنې لپاره نړيوال ملاتړ هم وارزول شو. توماس ويسټ ويلي چې په دې برخه کې زياتې همغږۍ ته اړتيا ده.
ده زياته کړې چې امريکا د دوحې د غونډې د دوام هرکلی کوي او همدا راز په نړيوال سيسټم کې د افغانستان د بشپړ ادغام په موخه د ملګرو ملتونو په رهبرۍ د لارې نقشې چمتو کولو لپاره د يوه بهير غوښتنه کوي.
د ده په وينا، د دې بهير هدف بايد د افغانستان د خلګو رفاه او د نړيوالې ټولنې مشترکې ګټې وي.
د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو دويمه غونډه د روانې اونۍ په يکشنبې او دوشنبې ورځو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتريش په کوربتوب د قطر په پلازمينه دوحه کې جوړه شوه.
طالبانو په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو له لوري د دوی د شرطونو د نه منل کېدو له وجې ګډون ونه کړ.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دوحې د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته وويل چې په غونډه کې د طالبانو ګډون زيان نه درلود او زياته يې کړه چې دې ډلې داسې شرطونه وړاندې کړي و چې رسميت پيژندنې ته ورته او د نه منلو وړ و.
د هيوادونو ځانګړو استازو په دې غونډه کې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» د وړانديزونو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو په اړه بحثونه وکړل.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وويل چې ګډونوال د کليدي مسايلو په اړه همغږي و او توافق يې وکړ چې د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره نورې مشورې وشي.
